د افغانستان د کرکټ د ملي لوبډلې کپتان محمد نبي د آسیا جام په دویم پړاو کې د سریلانکا لوبډلې لخوا تر ماتې خوړولو وروسته وایي که کریم جنت د سریلانکا د لوبغاړي دنوشکا ګوناتیلاکا کیچ نیولی وی،
ښایي حالات به په بشپړه توګه بل ډول وی. نبي د لوبې دولسم اوور وروستي توپ ته اشاره کوله چې توپ د کریم جنت
د لاسو څخه ولوید. د سریلانکا دا لوبغاړی چې کریم جنت یې کیچ وغورځاوه، په هغه وخت کې یې په ۱۰ توپونو یوزاې ۱۷ منډې کړې وې خو وروسته یې په ۲۰ توپونو ۳۳ منډې وکړلې او په پای کې راشد خان وسوځاوه.