درنو هېوادوالو او د کرکټ مینهوالو!
سلامونه او نیکې هیلې؛
مونږ لپاره هم نړیوال جام پای ته ورسېد؛ او پوهیږم چې د ګرانو هېوادوالو او مینهوالو له توقع سره سمه کارکردگي مو ونکړه.
ستاسو ټولو په څېر؛ زه او ټوله لوبډله هم خفه او غمجن یو!
زړه ته رانږدې هیوادوالو!
دا د یادونې وړ بولم چې له تېر یو کال راهیسې د لوبډلې چمتووالی هم هغسې نه وو شوی څه ډول چې په کار وو او د یوه لوبډلمشر په توگه زما پرې اصرار وو او نړیوالو سیالیو ته برابرې لوبډلې ضرورت وو او تر څنگ یې وروستیو څو سفرونو کې د بورډ د منجمنټ، غوراوي کمیټې او زما په یوه نظر نه اوسېدل هم د ټیم بیلانس ته زیان رسولی وو.
په همدې اساس ټولو ته په پوره درنښت؛ له همدې لحظې د ملي لوبډلې له لوبډلمشرۍ څخه استعفاء ورکوم او فقط د یوه عادي لوبغاړي په توګه به خپل کرکټ ته ادامه ورکوم.
مننه او درنښت
زنده باد افغانستان