محب: که دوی له کابل څخه را وتلي نه وای؛ نو هلته به
د محب په خبره، که دوی له کابل څخه را وتلي نه وای؛ نو هلته به کوڅه په کوڅه جګړه پیل شوې وه او هغه کسان چې اوس له افغانستان څخه وتلي دي؛ په افغانستان کې به پاتې وو.
نوموړي د بي بي سي له انګلیسي څانګې سره په مرکه کې د جمهوریت د ړنګېدو په برخه کې خپله ناکامي منلې او له هېوادوالو یې بښنه غوښتې.
حمدالله محب هیله څرګنده کړې، چې نور ښکیل کسان هم راڅرګند شي او د وضیعت په تړاو وضاحت ورکړي.
حمدالله محب په خپلو خبرو کې کابل ته د پخواني جمهور رئیس محمد اشرف غني د راتلو اوازې هم رد کړې دي.
د یادونې وړ ده، چې حمدالله محب تر دې وړاندې هم په خپلو خبرو کې ویلي و، چې که کابل څخه راوتلي نه وای؛ نو سخته جګړه به شوې وه؛ خو اسلامي امارت بیا ویلي، چې دوی هیڅ وخت د زور له لارې کابل ته د ورتللو نیت نه درلود.