د هېواد د بهرنیو چارو وزارت سرپرست مولوي امیرخان متقي د پاکستان د ملي امنیت له سلاکار سره په لیدنه کې ویلي چې د ډیورنډ فرضي کرښې دواړو اړخونو ته د پرتو ولسونو، ناروغانو او سوداګرو لپاره باید د تګ راتګ اسانتیاوې برابرې شي.
د بهرنیو چارو وزارت ویاند عبدالقهار بلخي ویلي چې متقي له یوسف سره په لیدنه کې
دغه راز ټینګار کړی دی چې د ازبکستان-تاجکستان او ترکمنستان سره یې د پاکستان د تجارت لار خلاصه کړې ده او په خبره یې دوی له پاکستانه هم تمه لري چې د افغان سوداګرو لپاره اړین سهولتونه برابر کړي.
بلخي زیاته کړې ده چې معید یوسف هم د خپل حکومت له لوري د همکاریو ژمنتیا څرګنده کړې ده او یادونه یې کړې ده چې د دواړو هېوادونو لیدلوری اقتصاد محوره دی.
د هغه په خبره، په لیدنه کې دغه راز هوکړه شوې ده چې د دواړو هېوادونو ترمنځ د سوداګرۍ پراختیا لپاره دې دواړو غاړو ته ګډه کمېټه جوړه شي څو په راتلونکي کې په سوداګریزه برخه کې پېښېدونکي خنډونه حل کړي.