خبرونه سیاست

متقي؛ نږدې ده، تر څو حکومت مو په رسمیت وپیژندل شي

FKAZR28XwAAQPMN 2
Avatar photo
Written by Zwak News

متقي؛ نږدې ده، تر څو حکومت مو په رسمیت وپیژندل شي

د ا.ا.ا د بهرانیو چارو وزیر په خپلو وروستیو څرګندونو کې تمه او هیله څرګنده کړي، او زیاته کړي يي ده چې ډیر ژر به د نړۍ هیوادونه د افغانستان اوسنۍ حکومت په رسمیت ومني. متقي په خپله تازه مرکه کې ویلي دوی د ددې په هڅه کې دي تر څو د نړیوالو باور او ډاډ ترلاسه کړي او حکومت یي مشروعیت پیدا کړي.

د بهرانیو چارو وزیر په خپلو څرګندونو کې ؤیلي، دا د افغانانو رسمي او قانوني حق دی تر څو افغانانو ته ورکړل شي او د نړۍ ټول هیوادونه باید د ا.ا.ا سره په داغه برخه کې همکاري وکړي.

متقي زیاته کړي، چې دوی او د حکومت ټول لوړ پوړي پلوي اوس د سیاسي او اقتصادي لارو په د هڅه کې دي تر څو د نړۍ له هیوادونو سره خپل ډیپلوماتیک اوصول مرعات، او حکومت یي رسمیت ومومي.

یاده د وي، چې د ا.ا د بهرانیو چارو وزیر امیر خان متقي دا څرګندونې وروسته له هغې کوي، چې تر دې وړاندې یو هیواد هم د افغانستان حکومت په رسمیت ندی پیژندلی.

Leave a Comment