راپورونو له مخې، د متحده عرب اماراتو له يوه زندانه ۲۱ افغانان ازاد او کابل ته راورسېدل.
د افغانستان د ر:ياست الو:زرا د اقتصادي معاونيت خاص سکرتر عبدالله عزام په خپله رسمي ټويټرپاڼه ليکلي، نن له متحده عربي اماراتو څخه هلته د افغان بندیانو له جملې څخه لس تنه آزاد او کابل ته را انتقال شول او پاتې نور به په نږدې راتلونکي کې خوشي شي، ان شاءالله.
ښاغلی عزام زياتوي:«کله چې محترم ملا: بر ادر اخند متحده عربي اماراتو ته د شیخ خلیفه بن زاید آل نهیان د مړینې له امله د تعزیت په موخه یاد هېواد ته سفر وکړ، هلته یې د نوموړي له ځایناستې شیخ محمد بن زاید آل نهیان څخه د افغان بندیانو د خوشي کولو غوښتنه وکړه او نوموړي هم موافقه وکړه.»
د ريا:ست الو:زرا اقتصادي معاونيت له متحده عربي اماراتو څخه مننه کړې ده.
متحده عرب امارات د افغانستان د لکونو اوسېدونکو کوربه دی.