افغان حکومت یو ځل بیا د ډبرو سکرو بیې لوړې کړې دي. د مالیې وزارت ویاند په تازه څرګندونو کې ویلي چې نړیوالو بازارونو ته په کتو یې د ډبرو سکرو بیې لوړې کړې دي.
دمګړی د یو ټن ډبرو سکرو بیه له ۲۰۰ ډالرو ۲۸۰ ډالرو ته لوړه شوې ده.
مالیې وزارت وایي چې دوی د ډبرو سکاره پر ځايي افغان سوداګرو پلوري او دوی یې بیا پاکستان ته صادروي.
رسنۍ وایي چې افغان حکومت د ډبرو سکرو بیې لوړې کړې دي خو دا بیا هم نظر نړیوال بازار ته ۴۰ سلنه ټيټوالی ښيي. له دې سره جوخت ویل کېږي چې د ډبرو سکرو د بیو ټيټولو په موخه ښايي پاکستانی پلاوی افغانستان ته راشي،
خو افغان حکومت تازه بیې ددغه پلاوي تر راتګ مخکې اعلان کړې دي.