مالیي وزارت؛
د یو ټن ډبرو سکرو بیه له ۹۰ ډالرو ۲۰۰ ډالرو ته لوړه کړه
مالیې وزارت د ډبرو سکرو د بیو د لوړېدو امر کړی دی.
د مالیې وزارت له لوري په خپره شوې اعلامیه کې راغلي، دا چې په نړیواله کچه د ډبرو سکرو بیې لوړې شوې دي، نو له همدې امله یې د یو ټن ډبرو سکرو بیه له ۹۰ ډالرو ۲۰۰ ډالرو ته لوړه کړې ده.
سرچینه وايي چې له دې وروسته به صادرېدونکي سکاره د ۲۰۰ ډالرو د نرخ له درکه محصول کېږي. مالیې وزارت ټولو ګمرکونو ته امر کړی چې دغه پرېکړه سر له سبا عملي کړي.
په وروستیو کې پاکستان ته د ډبرو سکرو په صادراتو کې بې مخینې ډېروالي هېوادوالو ته اندېښنې پیدا کړې دي او دوی وايي چې پاکستان ته د ډبرو سکرو دغه ډول صادرات ښايي د هېواد د راتلونکې لپاره زیانلرونکې مسئله وي.
افغان حکومت د همدې اندېښنو په تړاو د ډبرو سکرو بیه لوړه کړې ده.