د خوړو او درملو ملي ادارې مشر ډاکټر عبدالباري عمر د ترکيې او ماليزيا د درملو او طبي محصولاتو د ادارو له چارواکو سره کتلي دي. دا کتنې د درملو، واکسينو او طبي
محصولاتو د کيفيت د لوړولو په تړاو د اسلامي همکاريو سازمان د دويمې غونډې په څنډه کې شوې دي. د خوړو او درملو ملي ادارې په ټويټر خپرو کړو بيانونو کې ويلي چې ډاکټر عمر په دې کتنو کې د درملو او طبی محصولاتو د توليد او سوداګرۍ په برخو کې له ترکيې او ماليزيا سره
د اړيکو او همکاريو د پراختيا غوښتنه کړې ده. د ترکيې د درملو او طبي محصولاتو د ادارې رييس له افغان لوري سره ژمنه کړې ده چې دوی به د درملو د کيفيت سنجونې په برخه کې د افغانستان د خوړو او درملو له ملي ادارې سره تخنيکي مرسته وکړي. د ماليزيا د درملو او طبي محصولاتو ادارې مرستيالې روسيلاوتي هم د افغانستان د خوړو او درملو له ملي ادارې سره په تخنيکي
او مسلکي برخو کې د مرستې او همکارۍ ژمنه کړې ده. د يادونې وړ ده چې د درملو، واکسينو او طبي محصولاتو د کيفيت لوړولو په تړاو د اسلامي همکاريو سازمان دويمه غونډه په ترکيه کې جوړه شوې وه چې د افغانستان د خوړو او درملو د ملي ادارې مشر ډاکټر عبدالباري عمر هم ورته وينا وکړه