مالي فساد؛ پاکستان د مالي اقدام په خړ لېست کې پاتې شو
نړیوال مالي اقدام وایي پاکستان به یې لاهم د محدودیتونو په خړ لېست کې وي. نړیوال مالي اقدام ویلي
چې په پاکستان کې لاهم د مالي حسابونو کافي شفافیت نشته دی، اداري فساد پکې پراخ دی،
مالي مسایل یې معیاري نه دي او لا هم ددغه هېواد له شتمنۍ په ورانکاره فعالیتونو کې استفاده کېږي
نو له همدې امله دوی پرېکړه کړې چې دغه هېواد به په خړ لیست کې پاتې کېږي.
ددې تر څنګ نړیوال مالي اقدام دا هم ویلي چې په پاکستان کې په مالي چارو کې یو څه پرمختګونه
رامنځ ته شوي خو سره بیا هم تر دې حده نه ده چې له خړ لېست د پاکستان د ایستل کېدو سبب شي.