دوستانو سلامتياموغواړم . د معلوماتوپه شريکولو کي ځکه ځنډ راغلى چي د ماسټرى درسونه وه اوس الحمدالله پخير سول او هيله ده چي مينه مو د تير په رقم پاته وي
اړين معلومات يې پر ما او د معلوماتو شريکول او د پآڼي شريکول يې پرتاسو.
ځینې خواړه داسې وي،چې مېرمن او مېړه ترمنځ دکوروالي دخرابیدو لامل ګرځي دا خواړه په لاندې توګه دي له کوروالي وړاندې یې مه خورئ !!
لوبیا : له کوروالي وړاندې دلوبیا خوړل دکولمو دپړسوب لامل ګرځي . داسې احساس کوې،چې خېټه مو پړسیدلې ده او دکوروالي پرمهال دناارامۍ احساس کوې .
محلي خواړه : ځینې دا ډول خواړه به ډېر خواږه نه وي ، خو هضمول یې سخت وي نو که غواړې ،چې دکوروالي پرمهال ارام وې له خوږو او محلي خوړو څخه ډډه وکړې .
سره غوښه : سره غوښه ډېر غوړ لري او هضمول یې سخت وي ، له خوړو وروسته داسې احساس کوې،چې خوب
درځي .
پنیر: هر څه ،چې له شیدو جوړیږي پر معده فشار راوړي ، هضمول یې سخت وي او دکوروالي پرمهال له ستونزو
سره مخامخیږي .
الکول : دالکولو کارونه مو سستوي ، خوب ته مو اړتیا ډیروي پردې سربېره مزاج مو درخرابوي ان،چې داسې انګیري،چې هسې خپه یاست .
ژاولې : کله مېړه یا مېرمن له کوروالي وړاندې دخولې دخوند په موخه ژواله ژووي ، خو دا کار ددې لامل کیږي،چې له اندازې ډېره هوا تېره کړې،چې وروسته بیا پر زیانمن ګاز بدلیږي ځکه خو اړینه ده،چې له کوروالي وړاندې ژوالې ونه ژوې