او د داسې عمل کونکی ملعون اولواطت کار دی البته ښځه نه پری طلاقه کیږی .
د لواطت خطرناکې پايلې ټولو ته معلومې دی چې د لوط عليه السلام قوم چې په نوموړې عمل اخته ؤ د خدای جل جلاله لخوا د اسلامې پوهانو په اصطلاح په لومړې آسماني اټم بم وويشتل شول داسې له خاورو سره خاورې شول چې د ژوند نښانې یی
بالکل له منځ لاړي .
په دې اړه قرآني او نبوي ارشادات :
قوله تعالی : وَالَّذِينَ هُمْ لِفُرُوجِهِمْ حَافِظُونَ 5 إِلاَّ عَلَى أَزْوَاجِهِمْ ((او هغه کسان (بريالي اوکامياب شول ) چې دوی د خپل شرمګاه ساتونکی دي ،پرته له ښځو خپلو )) (المؤمنون ) .
مطلب دا چې بغير له خپلې ښځې نه نور د شهوت پوره کول په هره شيطاني لاره چې وي حرام دي خپلی ښځی ته به هم دمخی لاری نه راتګ کوی .
او د خپلې ميرمنې سره د يوځايوالې په اړه قرآنکريم داسې ارشاد کوي :
« نِسَاؤُكُمْ حَرْثٌ لَكُمْ فَأْتُوا حَرْثَكُمْ أَنَّى شِئْتُمْ » [بقره: 223] .
(ستاسې ښځې ستاسې کښتونه دي ،ستاسې خپله خوښه ده چې څنګه مو چې زړه غواړی په هغه شان په خپل کښت کې تصرف وکړﺉ ) .
د کښت معنی نسل دی چې د نسل ځای
معلوم دی .
د ښځې سره د شاه په طرف (د فاضله موادو د خارخيدو په ځای ) کې د جماع کولو د حرمت او سختو وعيدو په باره کې هم ډیر احاديث ذکر شوی دي چې دلته مو يو څو را نقل کړل چې همدا کافي دي .
له ابوهریرهرَضِيَ اللَّهُ عَنْهُنه روایت دی چې وايي : پیغمبر صَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ فرمايل:
« مَلعونٌ مَنْ أَتَى امْرَأَةً فِي دُبُرِهَا»[1]
« څوک چې د شاه په طرف کې له خپلې ښځې سره جماع کوي ملعون دی
»
او په يو بل روايت کې راغلي :« لا ينظرُ الله إلى رجلٍ جامَعَ امرأتَهُ في دُبُرها»[2] :
« الله تعالی به هغه کس ته د رحمت نظر ونه کړي چې له ښځې سره يې د شا په طرف کې کورواله وکړي »
له علی بن ابی طالب رَضِيَ اللَّهُ عَنْهُ نه روایت دی چې پیغمبرصَلَّى اللَّهُ عَلَيْهِ وَآلِهِ وَسَلَّمَ وفرمايل :
« لا تأتوا النساء في أعجازهن» أو قال
«فی أدبارهن»[3]
« د شاه په طرف کې له ښځو سره جماع مه کوﺉ .»
مفتي کفايت الله دهلوي (رح) ليکي که څوک له خپلې ښځې سره خلاف فطرت کار (لواطت) وکړي د تعزير مستحق ګرځي که اسلامې حکومت وي د ثبوت په صورت کې د تعزير جزا ورکول کيږی ،او نکاح نه ماتيږي (کفايت المفتي ج ۵ ص ۳۶۱ ) .
که له چا څخه خدای مه کړه په ناخبری دا ستر جرم شوی وي نو کلکه توبه دې وباسي .
ضرور یی #شریک کړئ
…دلا زیاتو معلوماتو لپاره زمونژ صفحه شیر او لایک کری ..مننه….
Dr ..SMM