جنسي لارښود

له وخت مخکې د مني وتلو کورنۍ درملنې!

GettyImages 539260159 b6f9c382a46649faa8dfc285fed81371 1
Written by Zwak News

ډيری ځوانان، چې نوي يې وادونه کړي وي، د له وخت مخکې يا زرانزال په اړه شکايت کوي. د دوی په وينا، نشي کولي چې د خپلې ميرمنې جن!سي غرېزه پوره کړي او يا دا چې، د يو څو ثانيو په موده کې يې مني بهر کيږي او انزال ته رسيږي.


زر يا له وخت مخکې انزال دوه لاملونه لري، چې يو يې فزيکې ستونزې دي او بل يې هم روحي فشارونه دي. ځيني کسان په تنا-سلي سېسټم کې کومه فزيکي او څرګنده ناروغي او ستونزه نه لري، خو د روحي فشارونو، ويرې، اندېښنو او په ځان د بې باورۍ له امله له وخت مخکې انزال ته رسيږي او مني يې خارجيږي. دغه ډله کسان په زړه مات وي، د خپلې ميرمنې پر وړاندې د شرم او مايوسۍ احساس کوي او لامل يې دا شي، چې د جن+سي اړيکو له تر سره کولو غواړي ځانونه لېرې وساتي.


مخکې له دې چې، د له وخته مخکې جن+سي خلاصېدنې په اړه کورنۍ او اسانه لارې – چارې درته په ګوته کړو، غوره به وي، چې په علمي ډول سرسه دا تعريف کړو، چې له وخت مخکې انزال يا د مني وتل څه ته وايي.
له وخت مخکې انزال Premature Ejaculation: د کمې جنسي هڅونې او لمسونې سره په ډېر کم وخت کې د مني وتل د له وخت مخکې انزال په نوم ياديږي.کورنۍ درملنه:۱- منفي فکرونه: د جن+سي اروا پوهنې ډېر اروا پوهان او تجربه لرونکي کسان، د له وخت مخکې انزال عمده لامل منفي فکرونه ذکر کوي. له منفي فکرونه څخه د دوی موخه دا ده، چې کس پر ځان دا باور نه لري، چې جنسي اړيکې تر سره کړي، جنسي اړيکې د يو مجبوريت له مخې تر سره کوي، خپلې ظاهري څېرې، اقتصادي حالت، عمر او کورنيو ستونزو يې په ذهن بد اغېز کړی وي.

اروا پوهان او د جن+سي نارغيو متخصصين ټېنګار کوي، چې ناروغ کس بايد له داسې لارو – چارو کار واخلي واخلي، چې تر ټولو لومړی پر ځپل ځان ژور او غښتلی باور پيدا کړي، چې هېڅ ډول ستونزه نه لري او دا هير کړي، چې له وخت مخکې انز’ال ته رسيږي.
له منفي فکر څخه مطلب دا هم دی، چې اغېز لرونکی کس د جن+سي هڅونې يا Foreplay په وخت کې، انزال ته رسيږي او وروسته د مايوسۍ احساس. د مايوسۍ او ويرې دغه احساس نوموړي ته بيا اجازه نه ورکوي، ترڅو زړه ښه کړي او د دويم ځل لپاره ج+نسي اړېکې تر سره کړي.

کورنۍ درملنه يې دا ده، چې د خپلې ميرمنې په مشوره بايد ويرې او ذهني فشار ته د پای ټکي کيږدي. فرق نه کوي، که يو څو ځلې د جن+سي هڅونې يا Foreplay په وخت کې انزال ته ورسیږي. دا هرڅه دې يو تمرين وګڼي او بيا دې ج+نسي اړيکې تر سره کړي، ترڅو منفي فکرونه يې له ذهن څخه کډه وکړه. ۲- هندواڼه: له وخت انزال په ناروغۍ اخته کسان دې هڅه وکړي، چې ډېره هندواڼه وخوري. هندواڼه د وينې رګونو ته راحت بښې او په وجود کې د وينې دوران چټک کوي، پرته له دې چې کوم جانبي عوارض يا Side Affects رامنځ ته کړي.
– هندواڼه په وړو ټوټو پرې کړئ.
– د هندواڼې په ټوټو مالګه ووهئ.
– که په کور کې زنجبيل ولری، نو مالګه او زنجبيل دواړه په هندواڼې ګد کړئ.

۳- زعفران او بادام: بادام او زعفران د له وخت مخکې انزال د درملنې غوره لار او اسانه درملنه ده.- د شپې له خوا بادام په اوبو کې نرم کړئ.- د بادمو پوتکی لېرې کړئ، زعفران او زنجبيل هم ورګډ کړئ او په سهار کې يې د غوا د يو ګيلاس شېدو سره يې يو ځاي وڅښئ. دغه کړنې د يوې مياشتې لپاره تر سره کړئ او پايله يې وګرئ.
۴- شنه پياز: په لويه کې ټول پياز خو په ځانګړي ډول سره شنه پياز د زر انزال ناروغي له منځ وړي، د سپرم مقدار زياتوي او همدا ډول په مني کې مضرې بکترياوې وژني.
– له شنو پيازو څخه پورته شنې پاڼې لېرې کړي او سپن بېخ يې پرېږدئ.
– د پيازو سپن بيخ ميده کړي او درې د چايو کاشوغې اوبه ورسره کډې کړئ.
– د پيازو د سپن بيخ او د اوبو دغه مخلوط د درېيو ساعتنو لپاره همداسې پرېږدئ.


– هر وخت د ډوډۍ له خوړلو وړاندې دغه مېکس شوي خواړه وخورئ.
۵- خرما: د زر انزال د درملنې لپاره د خرما د خوړلو ذکر په ديني درملنو کې هم شوی دی. خرما پرته د زر انزال څخه، د زړه د ناروغيو او د وينې د کموالي لپاره هم له ډېر پخوا څخه په تجربو واړه کورنۍ درملنه ده.
– خرما د يو ګيلاس شېدو سره د شپې له خوب وړاندې وڅښئ او همدا ډول يو ګلاس شېدې له خرما سره سهار له خوب څخه د راپورته کېدو په وخت کې وڅښئ.- په شپه او ورځ کې پرته له شېدو له ۲۰ څخه تر ۳۰ دانو د خرما خوړل د ځان عادت جوړ کړئ. نو د الله په کرم چې د زر انزال له ستونزې به خلاص شئ.

Leave a Comment