جنسي لارښود

له مېرمن سره ټوکي او شوخي خپل اصول او حدود لري،

20220819 083900
Avatar photo
Written by Zwak News

له مېرمن سره ټوکي او شوخي خپل اصول او حدود لري، که پام ورته ونشي ستونزې را پيدا کوي او ګډ ژوند ورسره سختيږي. د دې لپاره چې ګډ ژوند په لوی لاس تريخ نه کړئ، په ټوکو کې احتياط وکړئ او هغه ټوکې چې مېرمنې حساسيت ورسره لري و پېژنئ. ځکه مېرمنې په ډېرو وړو خبرو خپه کيږي او اکثره وخت ټوکه هم جدي نيسي، او ډېر وخت پورې يې بیا هغه خبره له ذهن نه وزي.

بناً اړينه ده ځينې خبرې چې مېرمنې يې د ټوکو په توګه هم نشي زغملی و پېژنئ:
۱. زموږ په وطن کې له مېرمنو سره چندان ښه چلند هسې هم نه کيږي، د خبرې او مشورې حق نه ورکول کيږي او آن خپګان خيال يې هم نه ساتل کيږي. مګر هغه کسان چې د ښې راتلونکې هيله او له خپلې مېرمنې سره مينه لري بايد په ياد ولري چې د طلاق او ورته نورې هغه کليمې چې مانا يې جدايي وي په ټوکه کې هم ونه کړي. نو د طلاق کلمه هېڅ وخت په خوله مه راوړئ!
۲ ـ د نر او ښځې احساسات او عواطف له يو بل سره توپير لري، پدې اساس د ښه ژوند غوښتنه داده چې مېرمن او خاوند يو بل ښه درک کړي، د يو بل احساساتو ته درناوی ولري او حدود مات نه کړي.
په ياد ولرئ چې که مېرمن ته په ټوکه او طنز هم وواياست چې نالایقه يا بې ظرفيته ده هغه يې جدي نيسي او کلکه پرې خپه کيږي. دغسې ټوکې د دوی د خپګان لامل ګرځي او همداراز د رواني ستونزو لامل هم کېدای شي.
۳ ـ که تاسې د ټوکې يا خوشالي او شوخي لپاره هم وواياست چې پلانۍ ښځه ښايسته ده، يا ښه استعداد لري او هوښياره مېرمن ده… خپله مېرمن مو جدي خپه کيږي او د کمترۍ احساس ورته پيدا کيږي چې د دغسې احساس پاي رواني مشکلات او کورنی خپګان او جنجال وي. دغسې ټوکې آن ددې لامل هم کېدای شي چې مېرمن مو خيانت ته وهڅيږي.


که غواړئ له خپلې مېرمنې سره تل خوښ ژوند وکړئ د دوی تر مخ د بلې ښځې په اړه نظر مه ورکوئ مطلب د خپلې ښځې پر وړاندې د کومې بلې ښځې صفت او ستاینه مه کوئ.
۴ ـ اکثره کسان له خپلې مېرمن سره دا ټوکې هم کوي چې پلار دې داسې دی او ورور دې هغسې دی … چې دا ټوکې په مېرمن ښې نه لګي او زړه يې ماتيږي. دوی ممکن په خوله څه ونه وايي خو زړه يې بد وي، چې بيا يا اولادونه وهي يا په کور کې په تنګ وي او هېڅ کار ته يې له وسه نه کيږي. نو د خپلې مېرمنې د کورنۍ غړي په کمه مه يادوئ!


۵ ـ ځينې کسان بيا د بل له ځورولو خوند اخلي، دوی په خپله مېرمن ټوکې کوي او آن هغه مسخره کوي چې په دې ډول هم د خپلې مېرمن زړه ماتوي او هم هغوی د کمترۍ (ځان کم ګڼل) په احساس اخته کوي.
که غواړي تلپاتې خوښي ولرې د مېرمنې شخصيت ته مو احترام وکړئ او هغه ته په لويه سترګه وګورئ، د نور په وړاندې يې مه مسخره کوئ.
۶ ـ اکثره پښتانه خپله مېرمن په دې خبرو هم ځوروي چې يوه بله مېرمن مې کړې وای، بله مېرمن کوم، يو بلې مېرمنې ته مې اړتيا ده، دا ځل باسواده ښځې سره واده کوم… دغه خبرې که د ټوکې په خاطر هم وي مېرمن يې د زغم وس نه لري، پرې خپه کيږي او تاسې سره یې مينه وار په وار کميږي.

یادونه: ستاسو په نظر مېرمنو سره کومې ټوکې او مسخرې باید ونه شي؟ تاسو هم خپل نظرونه په کمینټ کې راسره شریک کړئ! درنښت ستا خندا . ستاسو د ښه ژوند په هیله

Leave a Comment