له زیږون څخه وروسته میندو ته ستونزمنه وي چې ډیر زر دې کوروالی وکړی. دا ځکه چې د زیږون پرمهال د مور مهبلي کانال ډیر پراخه کيږی. نوله همدې کبله میندو ته ډیرې ستونزې راپیداکيږي. اوس نو څنګه کولای شو چې له زیږون وروسته سالم کوروالی
ترسره کړو؟
مونږ او تاسو الحمدالله مسلمانان یوو. د اسلام سپیڅلي دین هم له زیږون څخه وروسته سم دستي کوروالي ته اجازه نده ورکړې. بلکې معلومه موده يې ورته ټاکلې چې زیاته يې ترڅلويښت ورځو
رسيږي.
له زیږون څخه وروسته مور د مهبلي افرازاتو ترڅنګ درد، ستړيا او د مهبل له څیرې والي(Vaginal tears) څخه زوريږي. ددې ترڅنګ د مهبلي کانال جدار ته هم د زیږون پرمهال زیان رسیږي. او دهورموني تغیراتو له کبله، ياد کانال وچوالی غوره کوي. چې سم دستي کوروالی يې دغه ستونزې نورې
هم زياتوي.
که چيرته پدې حالت کې کوروالی ترسره شي. پدې وپوهیږئ چې میرمن مو له کوروالي خوند ندی اخستی. بلکې زوریدلې ده.
حــــل لارې:
۱: له يوې اوونې څخه تر شپږ اوونیو پورې، له کوروالي ډډه وکړئ. که چېرته مور د مهبل څیرې والی(Vaginal tears) ولري او یا هم Episiotomy ورته شوې وي. نو اړينه ده چې ډیره موده ورڅخه لرې واوسئ. لدې پرته هر وخت چې نور اعراض له منځه لاړل. کولای شئ چې کوروالی ترسره کړئ.
۲: د درد ارامولولپاره: د درد ضد درمل دې وکاروي. ددې ترڅنګ له کوروالي حخه مخکې دې خپله مثانه خالي کړي. چې د درد په کمولو کې رول لري.
۳: لکه چې پورته مو یادونه وکړه چې د هورموني بدلونونو له کبله مهبلي کانال وچيږي. نو کولای شي چی له غوړونکو موادوLubricant څخه ګټه واخلي. چې د کانال له زخمي کیدو او درد څخه
مخنیوی کوي.
۴: د کوروالي لپاره مو ځانګړی وخت وټاکئ. هغه وخت چې ستاسې میرمن پکې د روغوالي احساس کوي.
په درنښت
ډاکټرفـــــــواد احمدزى
يادونه: Episiotomyهغه شق يا څيرې کولو ته وايې چې ډاکټره يې د زيږون پر وخت د اړتيا له مخې ترسره کوي