سپورټ

له راشد خان څخه د يو ورور ډير ښه وړاندیز!

BackgroundEraser 20220818 194656853
Written by Zwak News

راشد خان ته یو وړاندیز!
که له کرکټ ورهاخوا یو بل مسئوليت ته هم اوږه ورکړې، څومره ښه کار به وشي؟
ته چې پر کوم شهرت او مقام کې قرار لرې، اوس وخت کې ډېر څه کولى شې!
پاکستاني عمران خان چې ستا پرشان د شهرت په عوج کې وو، د پاکستان لپاره

يې د خپلو کرکټي ملګرو پر مټ د (شوکت خانم) پر نوم د سرطان د علاج داسې روغتون جوړ کړ چې اوس وخت کې یې سارى په ټوله اسیا کې نشته!
چې کله نوموړي روغتون ته ورشې، دننه د ډونرانو لېست لګېدلى دی، د خپل دور د نړۍ د کرکټ ډېرى لوبغاړي يې د کومک لپاره راننګولي حتا د دوى د ازلي

دوښمن هېواد هند د کرکټرانو ګڼ نومونه يې نوملړ کې شته چې د همدې روغتون پر آبادۍ کې يې ونډه آخستي!!
او دا چې شوکت خانم روغتون د درملني وړ او مستحقو کسانو لپاره د سرطان د ناروغۍ وړيا درملنه کوي ګڼ ډونران يې همدا کرکټي ستورې دي، چې لا هم ورسره کومک ته دوام ورکوي
د سرطاني ناروغۍ د درملني لګښت په لسهاوو لکه روپو ته اړتيا لري چې د کم تعداد نه سېوا د هيڅ افغان د وس خبره نده
زمونږ د وطن ټول ناروغان تر هغه ځايه د درملني لپاره درومي چې تګ يې يوعالم مشکلات لري اکثره يې هلته د تګ امکانات نلري او دلته په ماتو ګوډو درملو د دې مرګوني ناروغۍ درملنه کوي, چې! درملنه پرې ناممکنه ده!!

پوهيږې!!
له عمران خان څخه ستا د نن سبا شهرت یو په لسه زیات دی، پر خپلو نړيوالو ملګرو دې غږ وکړه او خپل هېواد کې ددې مرګوني ناروغۍ لپاره د يو نړيوال روغتون ډبره کېږده! ډاډه يم چې د کومک لپاره غږ به دې تش نه

درومي!!
او دا ستر اعزاز به درپه برخه شي!!
کرکټ يوه دوره لري چې لاړه بيا لاړه! خو دا شهکاري به دې یاد تر قرنونو د خلګو پر زړونو کې ساتي!
هله نو! زموږ سترګې تاته دي!
Rashid Khan

Leave a Comment