د بلخ ولایت د حیرتان د ګمرک رییس وايي، چې په تېر ۱۴۰۱ کال کې یې څه باندې ۱۱ میلیارده افغانۍ عواید د ګمرګ له لارې ترلاسه کړې دي چې ۱۴۰۰ کال په پرتله ۵۷ سلنه زیاتوالی ښيي
نوموړی زیاتوي چې د دې عوایدو ډېره برخه د وارداتو له لارې لاسته راغلې ده. نوموړی وايي اداره یې هڅه کوي چې په روان هجري لمریز کال کې د عادي فعالیتونو د ترسره کولو ترڅنګ ملي سوداګرو ته لا زیاتې اسانتیاوې رامنځته کړي.
د حیرتان ګومرک ریاست نږدې ۳۵۰ کارکوونکي لري، چې په دغه بندر کې د صادراتو او وارداتو او ترانزېټ په پرخه کې کار کوي.