افغان حکومت وايي ډېر ژر به د پنجشیر له سیند کابل ته د څښاک اوبو د لېږد پروژه پيل شي. د اوبو او انرژۍ وزارت چارواکو په یوه خبري کنفرانس
کې د خبرو پر مهال ویلي چې کابل ښاریان دمګړی د اوبو له کمښت سره مخ دي خو ژر به دغه ستونزه د یوې مهمې پروژې په بشپړېدو سره حل شي.
دغه وزارت وایي پر هغه پلان کار روان دی چې له مخې یې ټاکل شوې د پنجشیر له سیند د څښاک اوبه کابل ته ولېږدول شي.
سرچینه وایي چې دغه پروژه به ژر پيل شي او شاوخوا درې میلیونه ډالر لګښت به پرې راځي. افغان حکومت په دې اړه تر دې ډېر معلومات نه دي ورکړي
خو له نړیوالې ټولنې یې غوښتي چې پر افغانستان خپل اقتصادي فشارونه ختم کړي او ددغه هېواد کنګل شوې شتمني ازاده کړي څو دلته د بنسټیزو پروژو چارې پيل شي.