له جنسي اړیکې د میرمنو د ناراحتۍ اته«۸» نښې.
د وروستیو مطالعاتو او څیړنو په وینا شاوخوا څلورمه برخې ښځې جنسي ستونزې لري. کله چې یوه میرمن یا ښځه له جنسي اړیکې ناراضه او ناراحته وي نو امکان نلري چې دا ستونزه دې بې دلیله اوسې.
تاسې څه ډول کولای شئ چې د خپلو میرمنو په نارضایت او ناراحتۍ خبر شئ.
هر کله مو چې پخپلو میرمنو کې له لاندې اتو نښو یو څو ولیدلې نو وپوهیږئ چې هغه له تاسه ناخوښه ده او اړتیا لري چې تاسې ورسره وغږیږئ.
د ماشومانو حفاظت او روزنې ته پاملرنه نه کول. د میرمنو د ناخوښۍ ښکاره کولو یوه عامه تګ لاره ده. له ماشومانو سره ضد کول، د هغوی وهل، د هغوی په وړاندې مقاومت… دا ټولې هغه نښې دي چې میرمن یې د ژوند ملګرې ته د خپلې ناخوښۍ او نارضایت ښکاره کولو په موخه ترسره کوي.
په ناڅاپي ډول د کورني لګښت زیاتوالی. د میرمنو د نارضایت او ناراحتۍ یوه بله نښه د کورني لګښت په وړاندې بې غوري ده. ځينې میرمنې د خپل ځان ارضا لپاره له مصنوعي درملو او نور تګ لارو ګټه پورته کوي او دا چاره هم د مصرف زیاتوالي سبب کیږي.
د کورنۍ تر مخ ستاسې پر وړاندې ځورونکي نظرونه کاروي. هڅه کوي چې ستاسې د وینا مقابل لوری خپل او پر تاسې نقد وکړي.
له تاسې سره په غیر منطقي توګه برخورد کوي. پدې صورت د میرمنو په وینا، افعال او کردار کې ژور بدلون منځته راغلي وي
.
ډیره زر جذباتي او غصه کیږي. د خپلې ناراحتۍ څرګندولو لپاره په ډیره عادي خبره ځان جدي خفه کوي.
په وزن او خوراک کې ناڅاپي زیاتوالی. میرمنې د خپلې جن+سي غریضې کموالې او تشې ډکولو په موخه د زیات خوراک په لور مخه کوي.
د کورنۍ کار نه او یا غیر منظم ترسره کول. د کار کولو د علاقې کموالی د میرمنو د نارضایتۍ او ناراحتۍ ښکاره کولو یوه هڅه ده تر څو د ژوند ملګری یې ورته متوجې شي.
د سوړ مزاج زیاتوالی. دا یوه ستره او واضح نښه ده چې د همبستر پرمهال دوی ډیرې فعالې نه وي او یو ډول د لرې کیدو او زر تیښتې هڅه کوي.
که چیرته مو یادې نښې پخپلو میرمنو کې ولیدلې نو وپوهیږئ چې هغوی ستاسې مرستې او له تاسې سره خبرو ته اړتیا لري. وپوهیږئ چې هغوی فکر کوی چې تاسې یې خیال نه ساتئ.