جنسي لارښود

له جن+سي اړيکې مخکې دغه (۸) کارونه مه کوئ

20220922 091602
Avatar photo
Written by Zwak News

يو سالمه (جن + سي) اړيکه د يو شمېر مهمو روغتيايي اصولو په مرعات کولو پورې اړه لري، کله کله تر (جن + سي) اړيکې مخکې يا د دغه اړيکي په جريان له جوړو ځينې تېروتنې کيږي، چې د روغتيايي مشکلاتو سبب کېدای شي.

آن ډېر ځيرک خلک هم له تېروتنو مستثنا نه دي. دغه تيروتنې ممکن په ترخو خاطرو بدلې شي او په رواني لحاظ جوړې ناهېلې کړي، نو اړينه ده چې ځينې ټکي په پام کې ونيول شي تر څو ژوند په خوشالي مخکې لاړ شي. لاندې توکي تر (جن + سي) اړيکې مخکې مه خورئ او مه کاروئ.

۱ ـ تريخ شيان مه خورئ
تريخ خواړه په تېره مرچک که د (جن + سي) اړيکې تر مخ و خوړل شي، د کلمو باد پيدا کوي چې د (جن + سي) اړيکې مزاحم واقع کيږي او تر څنګ واژن (مبهل) بد بويه کوي.
۲ ـ تر (جن + سي) اړيکي مخکې ادرار(تشې متیارې) مه کوئ
ممکن معلومات ولرئ چې تر (جن + سي) اړيکې وروسته ادرار ګټور دی، ځکه چې د ادرار په مرسته دا خل شوی مکروب بېرته بيرون ته ځي، نو لازمه ده چې تر (جن + سي) اړيکي وروسته ادرار وشي.

۳ ـ سيګريټ څکول
سيګرټ نه يوازې په زړه، سږو او رګونو باندې بد تاثيرات لري بلکې په (جن + سي) اړيکو هم منفي اغيزې لري. سيګرېټ په بدن کې د تستوسترون ( (جن + سي) هورمون) کچه کموي او د (جن + سي) تحريک مانع ګرځي. نو پدې اساس توصيه کيږي چې له (جن + سي) اړيکې مخکې له سيګرټ څکولو ډډه وشي.

دغه راز الکول هم د سيګرټو په شان تر جسني اړيکې مخکې تاواني دي، د سيګرټو يو بل زيان دادې چې رګونه بندوي او د وينې د ښه جريان مخه نيسي، کله چې په تناسلي غړو کې د وينې جريان سست شي، هم په (جن + سي) اړيکو بده اغېزه لري. بلخوا سيګرټ څښول د سپرم د کمېدو لامل هم کيږي.

۴ ـ موټک وهل ( خود ارضايي)، یا د لاس څخه کار اخیستل
ځينې کسان ددې لپاره چې ژر خلاص نه شي تر (جن + سي) اړيکې مخکې موټک وهي، دا کار هغه ډله وګړي کوي، چې ژر انزاليږي.خو دغه کار تاواني دی او آن متعادي هم لري، چې دوام يې د جوړو تر منځ د لرې والي لامل کيږي او د نارمل (جن + سي) اړيکو خنډ ګرځي.
۵ ـ ډېر خوراک او د انرژي څښاک

ډېر خوراک د خستګي او لټي لامل کيږي، تر (جن + سي) اړيکې مخکې ډېر خوراک په تېره د کلکو او غوړو خوراکو خوړل هم ښه نه دي.دغه راز هغه څښاک چې انرژي لري په بدن د کم وخت لپاره ښه تاثير لري خو وروسته چې کله يې تاثير ختميږي انسان د خستګي احساس کوي.
۶ ـ د وېښتانو اصلاح کول
تر (جن + سي) اړېکې مخکې د بدن (پټو ځایونو) د ويښتانو اصلاح کول په تېره د ښځو لپاره ښه نه دي، دغه کار ممکن د ويښتانو فوليکولونه تحريک کړي ، بخار او سوی رامنځته کړي.

۷ ـ انټي هېستامين تابلېت
انټي هېستامين تابليت د پزې راوتلو لپاره کاريږي او پزه وچوي، دغه راز ياد تابلېت نه يوازې پزه بلکې د وجود پر نورو برخو هم اثر لري، تر (جن + سي) اړيکې مخکې د دغه تابلېتو خوړل د ښې اړيکي مخنيوی کوي او د ښځو د آزار سبب کيږي.۸ ـ هغه خوراکونه چې تر (جن + سي) اړيکې مخکې بايد و نه خوړل شي

غوړ خوراکونه په تيره سپينه غوښه د زړه د ناروغيو په ډېرېدو کې برخه لري، نو ښه ده چې پر ځای يې هګۍ يا د هګيو سپين او د کب غوښه و خوړل شي، چې ژر هضميږي.دغه راز تر (جن + سي) اړيکې مخکې د ګلپي خوړل هم د معدې د ګاز سبب کيږي، چې ښې پايلې نه لري، پرځای يې نور سبزيجات کې لکه، کاهو، بادرنګ، رومي بانجان، او دلمه مرچک څه نا څه بې ضرره دي.

دغه راز ګاز لرونکی څښاک هم د معدې د مشکلاتو سبب کيږي، چې ښه ده پر ځای يې چای او اوبه و څښل شي.
سره کړي کچالو که څه هم چې آسانه هضميږي خو غوړ يې په روغتيايي اساس د ستونزو لامل کيږي، غوړ په معده کې تر ډېره پاتې کيږي، او انسان تر ډېر وخته د مړښت احساس کوي، بهتره ده چې تر (جن + سي) اړيکه وړاندې اېشول شوي کچالو و خوړل شي.ولې تر (جن + سي) اړيکې وړاندې ادرار (تشې متیازې) ښه نه دی؟

کله چې (جن + سي) اړيکه نيول کيږي ممکن ځينې باکترياوې په مبهل (جن + سي غړي) کې پاتې شي، تر اړيکي وروسته ادرار باکټرياوې بېرته بيرون ته وړي، د مبهل ، مثانې او رحم د مکروبي کېدو مخنوي کوي، که تر (جن + سي) اړيکې مخکې ادرار وشي وروسته ممکن د ادرار فرصت نه وي او يا هم کم وي چې د ميکروب د بيرون کولو وړتيا و نه لري.د غه ميکروبونه په بدن سرېښيږي او که له ادرار سره لرې نشي امکان لري، مثانې ته دا خل شي او د لا زياتې سرګردانۍ باعث و ګرځي.

په ښځو کې ددغه ميکروب علامې په ۲۴ ساعتونو کې را برسره کيږي، دا چې ياده مسئله جدي ده ډاکټران توصيه کوي چې تر (جن + سي) اړیکې ورسته مبهل و مينځل شي او ادارر وشي.
يو بله مهمه خبره داده چې چېرې امکان نه وي چې ادرار و ځنډول وشي نو اړينه ده چې تر (جن + سي) اړيکه وروسته زياتې اوبه وڅښل شي.
خاص د الله ج د رضا په خاطر یې شیر کړئ

Leave a Comment