ریاست الوزراء د اقتصادي مرستیال دفتر وایي، له حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه د مایع ګاز د وارداتو زياتولو وړاندیز تایید شو. د ریاست الوزار د اقتصادي مرستیال ملا عبدال:غني برادر له دفتر څخه په خپره شوې خبرپاڼه کې راغلي، د صنعت او سوداګرۍ وزارت، د ریاستالوزراء اقتصادي معاونیت د عالي مقام ارشد مشاوریت، د سټنډرډ ملي ادارې او د افغانستان
د نفت او ګازو دولتي شرکت په ګډه ناسته کې له ترکمنستان څخه د مایع ګاز د وارداتو زياتولو په اړه له دغه هېواده د مایع ګاز د واردوونکو شرکتونو ژمنې له هر اړخیزو بحثونو وروسته تایید شوې. سرچینې زیاته کړې، له ترکمنستان سره د لسګونه زره ټنه مايع ګاز د شوي قرارداد پر اساس به د مایع ګاز واردوونکي شرکتونه ډېر ژر زرګونه ټنه ګاز چې اوسمهال
د افغانستان بندرونو ته رارسېدلى دى، له حیرتان، آقینې او تورغونډۍ بندرونو څخه د هېواد بازارونو ته وارد کړي. په خبرباڼه کې راغلي، د دې کچې ګاز په واردېدو سره به د افغانستان په بازارونو کې د مایع ګاز بیې د پام وړ راټيټې شي. سرچینه وایي، چې ډېر ژر به لسګونه زره ټنه نور مايع ګاز هم د هېواد بندرونو ته را ورسېږي.