جنسي لارښود

له استمناء (موټک ) څخه څه ډول ځان وژغورو!

maxresdefault1 1
Avatar photo
Written by Zwak News

له استمناء (موټک ) څخه څه ډول ځان وژغورو!
درنو تنکيوځوانانو!
داستمنا‌ء (موټک) د له منځه وړلو لپاره دا جملې له ځان سره تکرار کړئ:
«زه دا توان لرم چې استمناء «موټک» له منځه یوسم؛ زه دا کولی شم»؛
1) له تنگو جامو څخه ځان وژغورئ،
2) تنگې جامې د انسان شهواني قوت ویښوي؛


3) له شهوت ویښونکو فلمونو او تصویرونو څخه ځان وژغورئ؛
4) د جن سي امورو په اړه ډېر فکر مه کوئ؛
5) له خوب کولوڅخه مخکې مو خپله مثانه تشه کړئ؛
6) د مایعاتو په استعمال کې ډېر افراط مه کوئ؛
7) خپل جن سي آلاتو سره لوبې مه کوئ او ډېر لاس مه ور وړئ؛
8) پړ مخ مه څملئ، ځکه چې په دې سره هم شهو”ت راپاريږي؛
9) بیکاره وخت په مطالعه او عبادت سره تېر کړئ؛


10) کوښښ وکړه چې له نیکانو سره دې ملگرتیا ډېره شي؛
11) کوښښ مه کوئ چې له نورو لیرې پاتې شئ، انسان چې له نورو لیرې پاتې شي نو 12) بیا په دې ناوړه عادت روږدی کېږي، له خلکوسره سره ناسته ډېره مفیده ده؛


13) له خیالي نړۍ څخه ځان وژغورئ، د خیال پر ځای مطالعه او ورزش وکړئ؛
14) یوازیتوب د استمنا‌ء «موټک» کلي ده،
15) نو کوښښ کوئ چې یوازې پاتې نه شئ؛
16) کله چې په دې کار اخته کېدئ نو پر ځان الله جل جلاله حاضر کړئ چې هغه مو ویني؛


17) کله چې په دې ناوړه عمل اخته کېږئ نو له ځان سره ووایاست چې د یو انسان له سرنوشت سره خیانت کوئ؛
18) هر کار مو چې په دې ناوړه عمل اخته کوي ځان ترې وژغورئ؛
19) په الله جل جلاله توکل وکړئ؛ قران ډېر لوله او په معنا کې یې فکر کوه؛
20) له نامحرمو سره ډېرې خبرې مه کوه او کله چې ورسره خبرې کوې نو له ډېرې 21) نرمۍ څخه کار مه اخلئ؛
22) هغه ملگري مو چې دې کار ته پاروي ترې ځان وژغورئ؛
23) له هغو بحثونو چې د شهو”ت په اړه کېږي ترې ځان وژغورئ؛
24) په حمام کې باید ستاسو یوازینۍ موخه د ځان پاکوالی وي نه د گناه کول؛
25) خپل ځان په بربنډ حالت کې مه گورئ؛
26) هره دوشنبه او پنچشنبه روژه ونیسئ، که روژه نه شئ نیولای نو خپل خواړه لږ کړئ؛
27) له خوبه مخکې مطالعه وکړئ،
28) چې کله له خوب پاڅیدئ نو ژر د خوب ځای پرېږدئ؛
29) کوښښ وکړئ چې په اوداسه وگرځئ؛
30) په ناسته اوولاړه دالله تعالی ذکر مه هیروئ؛


31) د شپې له لوري یوازې مه ویده کېږئ او یا داسي ځای کې ویده شئ چې دا کار ونه شئ کړای؛
32) دا مو باید هر وخت په یاد وي چې غواړئ دا ناوړه عمل نور پریږدئ؛
33) کله مو چې د موټک د پریښودو پریکړه

Leave a Comment