د انډیپنډینټ اردو په حواله، دغه پېغله صالح حافظ نومیږي او خور یې ( زینا ) د سرطان ناروغي درلوده چې له بلوم بانکه بیروت څانګې څخه یې دیارلس زره ډالره وړي.
هغې ویلي، چې څوک دې په خوښه حق نه درکوي، مجبوره یې چې له نورو لارو ګټه واخلې او په وینا یې، چې د خپلو شل زره ډالرو څخه یې دیارلس زره ترلاسه کړل.
میاشت مخکې یو بل کس هم د خپل پلار تداوۍ لپاره ورته اقدام کړی و، چې ګڼو خلکو وستایه.
د لبنان اقتصادي وضعیت ښه نه دی او بانکونه د خلکو پیسې هم په اسانۍ نه ورکوي.