جنسي لارښود

لاندی خواړه د جن+سی اړیکی نه مخکی مه استعمالوی کنه

20220926 122812
Avatar photo
Written by Zwak News

خواږه شیان لکه: چاکلیټ، مټایان او نور نه باید له کوروالی کولو مخکې وکاروئ.
خواږه شیان داسې مواد لري، چې ستاسې کوروالی ته لېوالتیا او قوت کمولی شي.
خواږه شیان به نور زیانونه هم لري، خو کوروالی ته یې تاوان دا دی، چې کمزوري او بې علاقه ګي پکې راولي.

فسټ فوډ…

فسټ فوډ یا زر تیاریدونکي خواړه( برګر، جرمنډول او نور) هم نه باید له کوروالی مخکې وخورئ.
دا توکي د غیر صحي والي له کبله ستاسې کوروالی زیانمنولی شي.
د فسټ فوډ یا زر تیاریدونکو توکیو لوی عیب دا دی، چې زر تیاریږي، سم نه پخیږي او د هاضمې سیستم له خرابولو سره د کوروالی خرابوي.

لوبیا….

لوبیا هم له هغو خوراکي توکیو څخه دی، چې کوروالی ته تاوان لرلای شي.
د لوبیا تاوان هم دا دی، چې د فیبرونو او پروتینو له کبله یې د انسان د هاضمې سیستم ورسره ستونزه پيدا کوي.
دا ستونزه پيدا کیدل، د کوروالی سیستم زیانمنوی شي.

پنیر….

پنیرهم له هغو خوراکي توکیو څخه دی، چې روغتیا پوهان یې له یوځایکیدنې مخکې استعمالول ښه نه ګڼي.
د دوی په وینا، له پنیر خوړلو وروسته د انسان له خولې بد بوی ځي او دا بوی پر کوروالی کولو بد اغېز کوی شي.

سره غوښه….

سره غوښه هم له کوروالی مخکې نه باید وخورو. دلیل یې هماغه د هاضمې سیستم خرابول دي. د دې ترڅنګ، د سرې غوښې خوړل تاسې خوبولي کولای هم شي او دا حالت د کوروالی لپاره ښه نه دی ګڼل شوی.

چپس

د آلوګانو چپس هم نه باید له یوځایکیدنې مخکې وخورئ.
تاوان یې دا دی، چې دغه چپس مو د تستوسترون کچه را کموي او دا کمښت د وینې جریان د کمزوري کولو سبب ګرځي.
په چپسو کې معمولاً مالګه هم زیاته کارول کیږي، چې هغه هم مقاربت ته ښه نه دي.

انرژي لرونکي نوشابې

د انرژي لرونکو نوشابو څښاک د نورو تاوانونو ترڅنګ د یو ځایکیدنې لپاره هم ښه نه دي.
هڅه وکړئ، چې دا څښاک هیڅکله ونه کاروی خو له کوروالی نه مخکی تری ځان وساتی

Leave a Comment