تعلیم

قطر: امریکا او افغان حکومت ته مهم خبرداری ورکړو

BackgroundEraser 20220804 083832942
Written by Zwak News

قطر له امریکايي او افغان لوري د دوحې هوکړې د عملي کولو غوښتنه کړې ده. د قطر د بهرنیو چارو وزارت په یوه خپره کړې اعلامیه

کې ویلي چې دوی د افغانستان او امریکا ترمنځ د ښو اړیکو غوښتونکي دي خو تر څنګ یې له دواړو لورو غواړي چې د سولې شوو هوکړو ته درناوی وکړي.

سرچینه وایي چې قطر په کابل کې تحولات له نږدې څاري او ددې هیله لري چې افغان

حکومت هم پر خپلو کړو ژمنو عمل وکړي او د نړیوالو ترهګرو په لېست کې شاملو کسانو ته په خپل هېواد کې ځای ور نه کړي. قطر دغه راز وایي هڅه کوي چې په افغانستان کې د دایمي ثبات په راتګ کې موثر تمام شي او دلته د ناندریو او کشمکشونو د دوام مخه ونیول شي.

Leave a Comment