له ټي ټي پي؛ په تېښته پاکستان یو ځل بیا د امریکا لمن نیولي.
وروسته له هغې چې ا.ا.ا کابل تر خپل کنټرول لاندې راوست د پاکستان امنیت ته یو جدي ګوا ښ پیښ شو چې ورځ نه بلې ته يی امنیت د خرابیدو په حال کې دی،په ورته مهال د پاکستان د بهرانیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په خپلو تازه څرګندونو کې یو ځل بیا د امریکا څخه د وروستیو کړنو په اړه بښنه غوښتي او یاده کړي يي ده چې باید له امریکا زموږ سره د اړیکو په ښه کولو له سره نظر وکړي.
د راپورونو له مخې ، د پاکستان د بهرانیو چارو وزیر شاه محمود قریشي په یوه تازه دمي سفر امریکې ته تللی دی او د يوې غونډې پر مهال يي د افغانستان حالاتو ته په اشارې ویلي، چې که په اوس وخت کې افغانستان یوازې پرېښودل شي بد عواقب به ولري.قریشي امریکا متحده ایالاتو ته وروسته له هغې سفر کوي چې په د وروستیو کې د پاکستان په قبایلي سیمو کې وضعیت ترینګلی شوی او لا دا پېښې جریان لري.
قریشي زیاته کړي، چې دوی د افغان ا.ا. سره خبرې مخکې هم کړې وې چې ددوی خاوره به د چا پر ضد نه کاریږي، خو بیا هم موږ غواړو د نړۍ او په خاص کار د امریکا څخه مرسته وغواړو، یاده وي چې ورځ وړاندې د ا.ا.ا د فرهنګي کمیسون مسوول او ویاند د پاکستان په ګډون ځینو نړیوالو هیوادونو ته د خبرداري په توګه ویلي وو،
زموږ په کورنیو چارو کې مو نه لاس وهنې ته پریږدو او نه یي کړلائ شئ، موږ د نړۍ له هر هیواد سره متقابلې اړیکې غواړو خو په وینا يي امتیازي اړیکې نه.
د یادولو وړ ده ، چې په پاکستان کې د وروستیو ټولو پېښو ټي ټي پي ډلې په غاړه اخیستی دی.