سپورټ

فضل حق فاروقي د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام لپاره په اختیاطي لوبغاړو کې اخیستل شوی و،خو

BackgroundEraser 20221108 112158237
Avatar photo
Written by Zwak News

فضل حق فاروقي د ۲۰۲۱ کال نړیوال شل اوریز جام لپاره په اختیاطي لوبغاړو کې اخیستل شوی و،خو فرید ملک بیا په مېن سکواډ کې اخیستل شوی و،که هغه مهال لوبو کې چانس


ورکړل شوی وای،شاید ډیرې ښې لوبې یې کړي وای.نوموړي ته دومره په ملي لوبډله کې لوبیدو چانس ورنکړل شو…خو کله چې ای پي ایل کې د حیدراباد لوبډلې لخوا واخیستل شو او ښه وځلید،ملي لوبډله کې د لوبیدو چانس ورغئ…اوس سلیم ساپی هم له ورته برخلیک سره مخ دی،


دوه کاله د ملي لوبډلې سره ځي او راځي،مګر ان په تمرینتي سیالۍ کې هم ورته د لوبیدو چانس نه برابریږي.خو زه باوري یم چې سلیم ساپی به یوه ورځ د فاروقي په څیر پخپل استعداد ملي لوبډلې مېن سکواډ ته لار پیدا کوي او فرید ملک کیریر ته به د پای ټکی ږدي.

سلیم ساپی هغه لوبغاړی دی چې په شپږیزه لیګ کې یې محمد نبي په پنځو منډو سوځولی و.

Leave a Comment