مولانا فضل الرحمن؛ پاکستان دې ا.ا.ا په رسمیت وپيژني.
د پاکستان د جمیت علما اسلام مشر مولانا فضل الرحمن په ګډون ځینو نورو هغو علماوو د پاکستان له مرکزي حکومت څخه غوښتنه کړي ده، او په خپلو تازه څرګندونو کې يي ویلي دي، چې اوس باید افغانان او په خاص خاطر موږ د خدای شکر ادا کړو چې په ګاونډي هیواد افغانستان کې یو اسلامي او شرعي نظام حاکم دی ، او له ا.ا.ا څخه هیله کړي ده، څو یاد اسلامي نظام برابر وساتي.
مولانا فضل الرحمن همدا راز په یوه خاصه غوښتنه کې د پاکستان له مرکزي حکومت څخه په کلکه غوښتي دي، چې پاکستان باید ا.ا.ا په رسمیت وپیژني او همدا شان د نړۍ نور هغه هیوادونه د ا.ا.ا په رسمیت پیژندلو ته تشویق کړي، چې مخکې له دې یي د ا.ا.ا د مشرانو نومونه په خ / ړ لېسټ کې شامل کړي وو، مولانا زیاته کړي، چې که ژر نړیوال او خاصتً پاکستان ا.ا.ا په رسمیت ونه پیژني ممکن دوی او یاد هیواد له سخت اقتصادي بحران سره مخ شي.
د یادولو وړ ده، چې تر دې وړاندې د جماعت اسلامي مشر سراج الحق د پاکستان له ځايي حکومت او همدا شان نړیوالو غوښتي وو، چې د ا.ا.ا اوسنۍ حکومت دې ژر تر ژر په رسمیت وپیژندل شي او ورسره د لا زیاته همکاري وشي. دوی په خپلو څرګندونو کې ویلي، چې که نړۍ ا.ا.ا په رسمیت وپیژند نو دوی ټول افغانستان په رسمیت وپیژندلو.
یاده د وي چې د ټي ټي پي او مولانا فضل الرحمن د ګوند تر منځ په د وروستیو کې اختلافاتو سخت زور اخیستی دی، او د راپورونو له مخې مولانا فضل الرحمن ته ټي ټي پي ډلې سخت ګوا ښونه هم کړي.