سیمه ایز خبرونه

فضل الرحمن؛ موږ په تاریخ کې د چا غلامان نه یوو پاتې شوي ، او لنډ وخت کې به پاکستان د امریکا له غلامۍ خلاص کړم

FB IMG 1644133727842 2
Avatar photo
Written by Zwak News

فضل الرحمن؛ موږ په تاریخ کې د چا غلامان نه یوو پاتې شوي ، او لنډ وخت کې به پاکستان د امریکا له غلامۍ خلاص کړم

د پاکستان جمعیت علماء اسلام ګوند مشر ملا فضل الرحمن یو ځل بیا په خپلو تازه څرګندونو کې د پاکستان تیر تاریخ ته اشارۀ کړي ده. او وړمه ورځ يي د یوه شخصي تلویزون سره په خپلو خبرو کې ویلي دي، چې د نړیوالو او ګاونډیو ممالکو هغه تورونه بې بنسټه او بې ارزښته دي، کوم چې به دوی ویل چې پاکستان یو غلام هیواد دی.

ملا فضل الرحمن په خپلو خبرو کې زیاته کړي ده، چې پاکستان د تاریخ په اوږدو پاڼو کې غلام ندی پاتې شوی، او او لنډ وخت کې به د امریکا له غلامۍ هم ځان او یاد هیواد خلاص کړي.

هغه همدا راز د پاکستان اوسني حکومت ته اشارۀ کړي ده او یاد حکومت یي بې صلاحیته یاد کړی دی.

خو په وینا یي، چې لا په د هڅه کې دی، تر څو پاکستان د نړۍ د هیوادونو له قرضونو او غلامۍ خلاص کړي.

Leave a Comment