د استرالیا په پارلمان کې لومړۍ افغان مسلمانې د اسټرالیا پر ولس غږ کړی چې د ط’ الب انو لاس ته غورځېدلی افغانستان یواځې مه پرېږدئ.
فاطمې پيمان پلار په ۱۹۹۹ کال کې له ط’ الب انو څخه له تېښتې وروسته اسټراليا تللی و او ۲۳ کاله وروسته فاطمه پیمان د اسټرالیا به پارلمان کې په خپلو خبرو کې وویل، چې دا وخت افغانستان یو ځل بیا د ط’ البانو په واک کې دی چې ډېر حقونه د افغانانو څخه اخیستل شوي دي.
هغې مشرانو جرګې ته وویل، «هره ورځ زما دفتر د هغو کسانو له خولې اوري چې له ط’ البانو څخه د تېښتې هڅه کوي او یا هم هغه کسان چې ښکار شوي دي.
“زه نشم کولی هغه دردناک درد او بدبختۍ بیان کړم چې موږ یې ورځ په ورځ اورو.
“زه هم په افغانستان کې کورنۍ لرم او هره ورځ د هغو ظلمونو او بې عدالتیو خبرونه ترلاسه کوم په داسې حال کې چې د دوی ژوند په خطر کې دی او ماشومان یې په بند پاتې دي.”
دغه ډول پر ط’ البانو هم غږ شوی چې “د ښځو، نجونو او لږکیو ډلو په ګډون د ټولو افغانانو د حقونو د ساتلو په برخه کې پر خپلې ژمنې ودرېږي؛ او اجازه ور نه کړي چې افغانستان د ترهګرو سازمانونو او د هغوی د ملاتړو شبکو په خوندي ځاله بدل شي”.