تا””لبانو د ګاونډ هېوادونو د پټن ځايونو او ملاتړ له امله وشو کولای فعاليت وکړي.
ولسمشر غني له پي بي اس ټلويزون سره په مرکه کې، د خبريال هغې پوښتنې ته چې د افغانستان له پرځېدو څو مياشتې مخکې د ط’ البانو له لوري د ولسوالۍ سقوط څخه مو تعجب ونکړ، وويل، چې ط “البانو د ګاونډ هېوادونو د پټن ځايونو او ملاتړ له امله وشو کولای د اوږدې مودې لپاره فعاليت وکړي.
ولسمشر غني زياته کړه، افغانستان د امريکا متحده ايالتونو، روسيې، ايران او نورو هېوادونو ترمنځ د نيابتي جګړې ځای وګرځېده. ښاغلي غني وويل، د جمهوريت په وروستيو کې لوجستيکي ملاتړ نه و او د ۲۰۲۰ کال په پای کې شاوخوا ۲۰ زره ملاتړ کوونکو شتون درلود، چې دا شمېره په جولای مياشت کې له ۱۰۰ هم کمه شوه.
ولسمشر غني د مرکې په دوام وويل، خو ترټولو مهمه بيا دا وه چې د ط “البانو بريدونو ته په ډیپلوماتيک ډول غبرګون نه ښودل کېده.