روغتیا

عواړی چي وزن مو کم شي دعه څو کارونه وکړي

20220919 085211
Avatar photo
Written by Zwak News

د چاغوالي یا Obesity لپاره حل لارې :
چاغوالې د دوه عمده علتونو له وجې پیدا کیږي 1_ زیاته کالوري انرژي اخیستل 2_ د انرژۍ کم مصرفول
ددې لپاره چې د چاغوالي څخه او د چاغوالي سره د تړلو ناروغیو څخه مخنیوې وکړو او یا هم وزن کم کړو نو خپل د ژوند شکل (Life Style) ته باید تغیر ورکړو *ـ دانرژۍ کم اخیستل : په ورځ کې باید د


800_1000kcal
پورې انرژي څخه استفاده وکړو
*- پدې ترتیب چې 100g باید د مغلقو قندونو څخه ، 40g د شحمو څخه ، او 50g باید د پروټین څخه استفاده وکړو
قندونه باید د سبزیجاتو او تازه میوه جاتو په شکل وي او د خوږو شیانو استعمال باید کم کړو *- د غذا د خوړلو پر وخت باید موبایل او تلویزون ته ونه ګورو *- هغه اعلانات چې اشتها راوړونکې غذاګانې پکې ښودل کیږي باید ونه ګورو


*- دسترخوان ته باید یواځې کیښنو اود شریک خوراک څخه ځان وساتو
*-خپله به ځان ته غذا نه راخلو او د بل چا په واسطه باید غذا راته په کاسه او د خوراک په لوښې کې واچول شي ترڅو ځان ته خپله ډیر خواړه په لوښې کې وانه چوو*- وړوکې پليټ او یا د خوراک لوښی باید انتخاب کړو *- په خوړو باید ښه شخوند ووهو ترڅو ښه میده شي*- د دسترخوان او یا د خوراک د میز څخه باید زر پاڅیږو*- د خوړو د خوړلو وروسته باید زر استراحت ونه کړو بلکې یو اندازه وګرځو


*- د خوړو سره او یا هم بیدون له خوړو څخه د مشروباتو لکه کوکاکولا ، پیپسي او نورې انرژۍ استعمال نکړو او پرځای یی ساده اوبه استعمال کړو
*- په ورځ کې تر 2.5 لیتره اوبه باید وڅښو ترڅو د قبضیت او د بدن د اوبو د کموالي څخه مخنیوې وشي
*- د الکول د استعمال څخه ځان وساتو *- د تازه میوه جاتو او سبزیجاتو څخه باید زیاته استفاده وکړو2- د انرژۍ مصرف زیاتول :

*- حد اقل په ورځ کې 30 دقیقې منظم ورزش باید وکړو لکه منډه وهل ، لامبو وهل ، بایسیکل ځغلول او داسې نور *- د فزیکي فعالیت زیاتوالی د کم وزن په ثابت ساتلو کې مهم رول لري
* – که فزیکې فعالیت مو وزن کم نکړي نو د ناروغیو په مخنیوي کې خو مفید تمامیږي *- د یادونې وړ ده چې د غذایی انرژۍ کم اخیستل د تمرین کولو څخه زیات دوزن په کمولو کې مفید تمامیږي*- په شروع کې په هفته کې د نیم څخه تر یو کیلو پورې وزن باید کم کړو

د وزن کمولو ګټې :
1_ که یو څوک 5-10 % وزن کم کړي د چاغوالي سره د تړلو ناروغیو څخه تریوې اندازې پورې مخنیوې کیږي
2- که یو څوک 5kg وزن کم کړي اود شکر ناروغۍ ته په خطر کې وي په 60% پیښو کې د شکر ناروغۍ خواته پرمختګ کمیږي3- د ژوند د شکل یا Life Stylتغیرول د درملو او جراحي عملیات په واسطه د چاغوالې د درملنې ضرورت کموي

Leave a Comment