نړیوال خبرونه

عمران خان: نړیوال دې پر افغانستان خپل ارزښتونه، نه تپي

20220721 202314
Avatar photo
Written by Zwak News

پاکستان پخواني لومړي وزیر او د تحریک انصاف ګوند مشر “عمران خان” په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، نړیوال دې پر افغانستان خپل ارزښتونه، نه تپي.

ښاغلي خان د خپلو خبرو پر دوام زیاته کړې ده چې په افغانستان کې له څلویښت کلنې خونړۍ جګړې او وینې تویدنې وروسته اوس په دغه هیواد کې د هر اړخیزې سولې لپاره فضا رامنځته شوې ده او په خبره یې د افغانستان له اوسنیو واکمنانو هیله لري چې خپلې ژمنې به پوره کړي.

د خان په خبره افغانستان کې سوله او ثبات د نړۍ، سیمې او په ځانګړي ډول د پاکستان او ایران په ګټه دی، ځکه دغه دواړه هېوادونه د میلیونونو افغان کډوالو کوربه دي، چې د افغانستان د ګاونډیانو پر ټولنیز او اقتصادي وضعیت ځانګړی اغېز لري.

عمران خان وایي د بشري حقونو او د ښځو د حقونو په برخه کې نیمګړتیاوې شته خو په خبره یې په دې برخه پرمختګ وخت ته اړتیا لري دا هر څه به سم شي خو نړۍ باید له صبر څخه کار واخلي او د افغانستان پر خلکو دې د بشري حقونو د خپلو ارزښتونو د ور تپولو هڅه نه کوي.

Leave a Comment