خبرونه سیاست نړۍ

عمران خان؛ د ګاونډیو هیوادونو سره، د ا.ا.ا د رسمیت په تړاو اړېکه کې یوو

Avatar photo
Written by Zwak News

عمران خان؛ له ګاونډیانو سره اړیکه کې یوو،چې د ا.ا.ا په اړه پرېکړه وکړو.

د پاکستان د بهرانیو چارو وزیر شاه محمود قریشي امریکا ته د سفر او د ا.ا.ا پر وړاندې د خپلو څرګندونو تر څنګ، د پاکستان لومړي وزیر عمران خان هم په روانو حالاتو خپل نظر څرګند کړی دی، او د یوې ځایي رسنۍ سره يي په خپلو خبرو کې ویلي دي، چې ګني دوی د ا.ا.ا په رسمیت یا نه پیژندلو کې بیړه نکوي دوی به تر هغې انتظار وکړي چې تر څو ا.ا.ا نړیوالو حقوقو او ځینو هغو مسایلو ته چې باید ا.ا.ا يي تر پښو لاندې نکړي درناوی وکړي کنه.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپلو خبرو کې ویلي دي، چې له ګاونډیو هیوادونو او همدا شان له نړیوالو بنسټونو سره په سلا مشورو بوخت یوو تر څو په افغانستان کې اوسنۍ د ا.ا.ا حکومت په رسمیت وپیژني کنه؟ عمران خان زیاته کړي چې ما هیڅکله دا فکر نه کاوه چې ګني ا.ا.ا دې دومره ژر د افغانستان ټوله خاوره تر خپل کنټرول لاندې راولي او فکر یي کاوه چې د نړۍ زبر ځواک به اوسنۍ د افغانستان ځواک مات نکړي.

د یادولو وړ ده، چې اونۍ وړاندې عمران خان د نیوز سټار سره په خبرو کې ویلي چې هغه د ا.ا.ا په راتګ سره زیات خوشخال دی او ګواکې چې هغه هیله یي پوره شوه چې افغانستان کې نور ج/ نګ ونه ویني او د وینې تویدنې مخنیوی وشي

Leave a Comment