عمران خان؛ حاضر یوو، ټي ټي پي سره سوله وکړو
د پاکستان لومړۍ وزیر عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې د هیواد وروستیو حالاتو خرابیدو ته په اشاره ویلي، له ټي ټي پي سره د خبرو او مذاکرتو جریان ته په تمه دی او ممکن ددوی تر منځ سوله اعلان شي.عمران خان زیاته کړي ده، چې که ټي ټي پي يي ورسره ومني، دوی به د افغان ا.ا. په منځګړیتوب او ددوی په پلاوي له ټي ټي پي سره سوله اعلان کړي او حکومت کې به ورته د شمولیت ډاډ ورکړل شي.
عمران خان چې تازه په تازه يي له خبریالانو سره خبرې کولې، ویلي دوی له ټي ټي پي سره مخکې هم یو ځل اړیکه نیولي وه خو په یاده ډله کې د ځینو مخالیفتونو له امله پایلې ته ونه رسیدو او خبرې بې پایلې اعلان شوې وې.نوموړی دا خبرې وروسته له هغې کوي چې د پاکستان مرکزي حکومت د استخباراتي معلوماتو په اساس له پاکستاني ټي ټي پي او نورو مخ پټو ډلو سره د اړیکو نیولو خبر ورکړل شوی دی.
د یادولو وړ ده، چې پاکستانۍ حکومت وروسته له هغې په اندیښنه کې شوو، چې په د وروستیو کې یادې ډلې ټي ټي پي د پاکستان په ځینو مهمو ایالاتونو کې د پخوا په پرتله خپلو تازه پر ید ونو ته دوام ورکړی دی او زیات شمیر پاکستاني پوځیانو ته تلفات اړولي دي.