سیاست

عمران خان ا.ا.ا ته؛ ګډ حکومت جوړ کړئ، د ولس زړونه وګټئ

Avatar photo
Written by Zwak News

عمران خان؛ ا.ا.ا د وهڅول شي، او یو ګډ حکومت د جوړ کړي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان، د ځینو اروپايي هیوادونو بهرانیو چارو وزیرانو وروستیو څرګندونو ته سخت غبرګون ښودلی، چې په خپلو څرګندونو کې يي ويلي وو،چې ګني د ا.ا.ا سره ټولې شوې نړیوالې مرستې د پاکستان لخوا کنټرول کیږي او پاکستان هڅه کوي څو د ا.ا.ا سیستم له خڼډ او ځنډ سره مخ کړي،او نړیوالو ته د ا.ا.ا کمزوۍ او ناسم مدیریات وښايي، او وکولائ شي څو، د ا.ا.ا سره شوې مرستې یي دوی تضمین کړي

عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي، چې دوی غواړي په اوسني اقتصادي بهران کې له افغانستان سره څنګ په څنګ وداریږي، او ددوی سره مرستې وکړي. او غواړي څو د ا.ا.ا سره خپلې ډیپلوماتيکې اړیکې لا پیاوړي کړي، یاده د وي چې وړمه ورځ د پاکستان یوه الوتکه چې د خوراکي توکو بار وه د کابل هوايي میدان کې ناسته وکړه.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپلو خبرو کې زیاته کړي، ا.ا.ا د د څلویښت کلنې ج/ګړې د ختمیدو لپاره یو ګډ او همه شموله حکومت جوړ کړي، او په اوس وخت کې په افغانستان کې د یو سوله ییز او دایمي حکومت جوړیدلو ته ضرورت دی، چې په داغه برخه کې د ګاونډیو هیوادونو او خاصتً د پاکستان همکارۍ ته اړتیا ده.

خان همدا شان ویلي، چې که ا.ا.ا غواړي د خلکو او ولس په زړونو کې ځای پیدا کړي نو د ولس او خلکو غوښتنو ته د مثبت ځواب وویل شي، او په حکومت کې د ټولو پخوانیو او اوسنیو اړخونو ته ځای ورکړل شي.

Leave a Comment