سیمه ایز خبرونه

عمران خان: د حل یوازینۍ لار عادلانه ټاکنې دي

010203
Avatar photo
Written by Zwak News

د پاکستان پخواني لومړي وزير عمران خان ويلي چې هېواد کې د شته ستونزو د حل يوازينۍ لاره يې دا ده چې د يوه باوري کمېسيون له لوري رڼو او عادلانه ټاکنو ته لاره هواره شي.

هغه خبرداری ورکړی چې له دې پرته به پاکستان له لا ډيرې اقتصادي ګډوډۍ او سياسي ناڅرګندتيا سره مخ شي.

عمران خان دا څرګندونې تر هغې وروسته کړې چې ګوند يې تحريک انصاف د پنجاب د ايالتي پارلمان په ضمني ټاکنو کې له شلو پنځلس څوکۍ ګټلې دي. د پنجاب د ايالتي پارلمان څلور نورې څوکۍ مسلم ليګ (نون) ګوند ګټلې دي.

عمران خان د ټاکنو پایلو ته په اشارې ویلي چې د تحریک انصاف غړو او پلويانو يوازې د مسلم ليګ (نون) نوماندانو ته نه بلکې پنجاب کې ټول دولتي ماشين، پوليسو او د ټاکنو کمېسيون ته ماتې ورکړې ده.

د مسلم ليګ (نون) مرستيالې مريم نواز ويلي چې سياست کې بريا او بايلل وي، له همدې کبله يې بايد د ګوند ټول پلويان د ټاکنو پايلې ومني.

Leave a Comment