نړیوال خبرونه

عمران خان: امریکا زما د ګوښه کېدو لپاره یو میلیون ډالر رشوت ورکړی

Omrankhan 750x375 1
Written by Zwak News

عمران خان: امریکا زما د ګوښه کېدو لپاره یو میلیون ډالر رشوت ورکړی


د پاکستان پخواني لومړي وزیر عمران خان پر امریکا تور پورې کړی دی چې د روسیې له ولسمشر ولادیمیر

پوتین سره یې تر لېدنې وروسته د ده د بې باورۍ لپاره اقدامات پیل کړي دي.

فرانسې خبري اژانس د نوموړي له قوله ویلي چې امریکا یې د ګوند غړو ته یو میلیون ډالر بډې ورکړې

دي څو د ده پر وړاندې په پارلمان کې رایه اچونه وکړي.

خان د ډونالډ لو په نامه امریکایي ډیپلوماټ د ده په برطرفه کولو کې ملامت بللی او زیاته کړې یې ده

چې همدې ډونالډ لو ویلي وو چې په واک کې د عمران خان پاتې کېدل به پاکستان له نه جبرانېدونکو زیانونو سره مخ کړي.

د یادونې ده چې د پاکستان پوځ بیا د عمران خان تورونه ردوي او وایي چې عمران خان د خپلو ناکامو

اقتصادي پالیسیو له امله له واکه ګوښه شوی دی.

Leave a Comment