سیمه ایز خبرونه

عمران خان؛ واکمنان که سمې پرېکړې ونکړي، پوځ له منځه ځي، حکومت په دریو ټوټو ویشل کیږي

imrankhan December11202112111404412021121515190920211216005731 2
Avatar photo
Written by Zwak News

عمران خان؛ واکمنان که سمې پرېکړې ونکړي، پوځ له منځه ځي، حکومت په دریو ټوټو ویشل کیږي.

وروسته له هغې چې د پاکستان د پخواني لومړي وزیر عمران خان پر وړاندې پارلمان د بې باورۍ رایه کارولې، یاد هیواد کې مظاهرو او توند لارۍ اوج ته رسیدلي دي، چې زیات شمیر مالي او ځاني زیانونه یي هم اړولي دي.

د پاکستان پخواني لومړي وزیر له یوې پاکستاني تلویزون (بول) سره په خپلو تازه څرګندونو کې ویلي دي، چې که واکمنان سمې پرېکړې ونکړي پوځ به له منځه لاړ شي او د پاکستان حکومت او پاکستان به درې ټوټې شي.

داغه مرکه تیره شپه خپرۀ شوې، په یاده مرکه کې عمران خان د پاکستان پر اسټبلیمشټ (پوځ او استخبارات) سختې نیوکې کړې او زیاته کړې يی ده، چې که دوی سمې پرېکړې ونکړي د پاکستان حکومت به د بربادۍ په لور روان شي.

پخواني لومړي وزیر عمران خان همدا راز د شهباز شریف پر حکومت هم نیوکه کړې، او په خپلو خبرو کې یي ویلي دي، چې ګنې د شهباز شریف په حکومت کې د پاکستان اقتصادي حالات د زوال سره مخ ده ، یاده د وي چې د ډالر پر وړاندې د کالدارې بیه په تاریخي ډول لویدالي ده.

عمران خان ویلي، چې کله چې پاکستان د اقتصادي سقو /ط سره مخ شي ، نو نړیوال به د خپلو مرستو په بدل کې د پاکستان اتومي وسلو د له منځه وړلو شرط وړاندې کړي اؤ پاکستان به درې ټوټې شي.

Leave a Comment