سیاست سیمه ایز خبرونه نړۍ

عمران خان؛ نړۍ دې افغانستان وژغوري، تر څو ګیله له ګاونډیانو ونشي

FB IMG 1644158349319 2
Avatar photo
Written by Zwak News

عمران خان؛ نړۍ دې افغانستان وژغوري، تر څو ګیله له ګاونډیانو ونشي.

د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې چې چین هیواد ته د سفر پر مهال یي کړي ویلي دي، افغانستان په اوس وخت کې په یو ناسم حالاتو او شرایطو کې دی او په وینا یي نړیواله ټولنه او د نړۍ هیوادونه مجبور دي، تر څو د افغانستان لاسنیوی وکړي او د افغانستان تر څنګ وداریږي.

عمران خان په بیجینګ کې د چین له ولسمشر شي جين پینګ سره په خپله تازه لیدنه کې ویلي دي، پاکستان د چین په ګډون د ټولو ګاونډیو هیوادونو سره په هر حالات کې څنګ په څنګ ولاړ دی او خپلو همکاریو ته به دوام ورکړي.

عمران خان دا څرګندونې او روانه اونۍ کې چین ته سفر وروسته له هغې کوي ، چې پر ده او دده پر حکومت په د ورستیو کې تورونه لا زیات شوي دي، او د خلکو په وینا حکومت يي بې صلاحیته دی.

یاده د وي چې په پاکستان کې تر بل هر وخت په ریکارډي توګه د یاد هیواد عادي حالاتو تغیر کړی دی.

Leave a Comment