عمران خان؛ فضل الرحمن ته مولانا مۀ وايي ډیزلي ښه نوم دی، فضل الرحمن؛ دا وړې خبرې کلیوالي لوفر کوي.
په پاکستان کې د مرکزي ګوندونو د مشرانو او د پاکستان مرکزي حکومت تر منځ د تیرو دریو ورځو راهیسې حالات بیړني اعلان شوي دي،
او د زیاتو ګوندونو مشران د حکومت لخوا ګرفتار کړئ شوي دي. د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې چې د کوز دیر په جلسه کې يي خبرې کولې ویلي دي ، د پوځ مشر
باجوۀ رته ویل، چې مولانا فضل الرحمن ته د ډیزالي نوم مۀ کاروۀ او ورته خپل نوم احله،
خو په خبره یي زما پر خوله دده د نوم سره هیڅ کله د مولانا کلیمه نه راځي او ښه ده چې ورته د ډیزالي نوم واخیستل شي.
دا پداسې حال ده، چې په د وروستیو کې په پاکستان کې حالات خراب شوي دي،
تیره ورځ د امریکا د کانګریس غړو د سنا مجلس ته یو لایحه سپارلي وه، چې پکې راغلي وو، پاکستان د ژر د تر/ه/ګ/رو ډلو سره د ملاتړ کوونکي هیواد په توګه په رسمیت وپیژندل شي ،
تراوسه د پاکستان مرکزي حکومت ددې لایحې په اړه څه نه دي ویلي.
مولانا فضل الرحمن د یوې ځایي رسنۍ سره په خپلو خبرو کې د عمران خان داغه څرګندونو ته په اشارې ویلي دي،
د یوه هیواد لومړي وزیر سره نه ښایي تر څو د یو کلیوالي لوفر په شان خبرې وکړي، او په خبره یي چې عمران خان د یو لوچک په شان خبرې کوي.
د یادولو وړ ده، چې د عمران خان د حکومت مخالفو ګوندونو په وار د دده د حکومت په مقابل کې احتجاجونه کړي دي،
چې د پاکستان د مرکزي حکومت له سخت او جدي غبرګون سره مخ شوي دي،
خو د څیړونکو په وینا چې په پاکستان کې د کورنۍ ج/ګ/ړ/ې لوی څرک لیدل کيږي.