عمران خان؛ افغانستان کې د خوراکي او نورو توکو بیې لوړې شوي دي، کنترول یي پکار دی.
د پاکستان لومړي وزیر عمران خان په خپلو تازه څرګندونو کې د چین له سي جي ټي اين تلویزون سره په مرکه ویلي وي دي، په ګاونډي هیواد افغانستان کې د خوراکي او نورو توکو بيې لوړې شوي دي او حکومت تر اوسه کوم اقدام نه دی کړی.
عمران خاڼ په خپلو خبرو کې زیاته کړي ده، په افغانستان د نړیوالو مرستو بندیدل ددې سبب شوي دي تر څو په یاد هیواد کې د بې وزلۍ او فقر کچه لوړ شي او یاد ناورینونه د خلکو ژوند وګوا ښي.
د پاکستان لومړۍ وزیر عمران خان چې چین ته د سفر پر جریان دی، په خپلو تازه مرکو کې يي د نړیوالې ټولنې څخه د افغانستان د شتمنیو د خلاصیدو غوښتنې زیاتې کړې دي.
د یادولو وړ ده، چې پر عمران خان او دده پر حکومت په د ورستیو کې د بې باورۍ تورونه زیات شوي دي، او حکومت یي بې صلاحیته بلل شوی دی.