خبرونه

علیزی وايي، پخواني ولسمشر حامد کرزي غوښتل چې د اشرف غني

BackgroundEraser 20220818 154730340
Avatar photo
Written by Zwak News

د پخواني حکومت لوي درستيز حامد کرزی په درواغو تورنوي او په دې باور دی چې دروغ ویل د افغان سیاستوالو لپاره یو کلتور ګرځېدلی دی.

د پخواني حکومت د پوځ لوي درستيز هیب-ت الله علیزی وايي، پخواني ولسمشر حامد کرزي غوښتل چې د اشرف غني له کابل له تېښتې وروسته ارګ ته ننوځي او واک په لاس کې واخلي.

ښاغلي علیزي زیاته کړه چې د ښاغلي کرزي هدف دا و چې د واک تر اخیستو وروسته به په رسمي ډول تا:لبا’نو ته واک وسپاري او هغوی ته به مشروعیت ورکړي.

عليزي زياته کړه، چې ده د حامد کرزي له غوښتنې سره مخالفت وکړ او ارګ ته يې د ننوتو مخه ونيوله.

د دې پوښتنې په ځواب کې چې ولې يې حامد کرزي ته د ننوتو مخه ونيوله، عليزي وويل چې تجربې ښيي چې هغه د خپلې واکمنۍ پر مهال روښانه تګلاره نه درلوده او تاسو څنګه پوهېږئ چې په کابل کې پاتې ځواکونه يې تا:لبا’نو ته ژوندي نه دي تسليم کړي؟

د حامد کرزي دفتر لا دمخه د ښاغلي علیزي د څرګندونو په اړه غبرګون ښودلی او ویلي یې دي، چې هغه کلا ته د ننوتو او واک نیولو اراده نه لري.

خو ښاغلی علیزی حامد کرزی په دروغو تورنوي او په دې باور دی چې درواغ ویل د افغان سیاستوالو لپاره یو کلتور ګرځېدلی دی.

د تېر حکومت لوي درستيز وايي، اشرف غني، د هغه د کابينې غړي او يو شمېر نور سياستوال د افغانستان د سقوط لامل شول.

علیزی وايي، پخواني ولسمشر حامد کرزي غوښتل چې د اشرف غني له کابل له تېښتې وروسته ارګ ته ننوځي

Leave a Comment