نړیوال خبرونه

علي وزير په زندان کې ناڅاپه ناروغ شوی هو دهعه

001 Copy0000 32
Written by Zwak News

د پښتون ژغورنې غورځنګ مخکښ غړی زنداني علي وزیر تېره ورځ ناوخته په زندان کې ناڅاپه ناروغ شوی دی.

د راپورونو له مخې، نوموړی له ناڅاپي ناروغۍ وروسته جناح روغتون ته لېږدول شوی او دمګړی تر درملنې لاندې دی.

د پښتون ژغورنې غورځنګ مشر منظور پښتين په دې تړاو ويلي، په پاکستان کې د پښتنو د حق خبره کول جرم شمېرل کېږي، ځکه خو علي وزير او نور ملګري بنديزونه تېروي.
نوموړي په خپل فېسبوک پاڼې ليکلي، تاريخ به ياد ساتي، چې د تحريک ملګرو د قامي مبارزې لپاره تل په ځان سختې تېرولې.

علي وزیر له دوو کلونو راهيسې د پاکستان پوځ خلاف د څرګندونو په جرم زنداني دی او د پښتون ژغورنې غورځنګ د غړو په وينا، د پاکستان عدلي او قضايي ادارې د نوموړي د ضمانت پروسه په بېلابېلو بهانو ځنډوي

Leave a Comment