لیکنې

عقل د خاوندانو لپاره عبرت د نړۍ مشهوره د فيشن ډيزاينره او ليکواله ” کرسډا روډيګز

Cover Pic 1200x768
Avatar photo
Written by Zwak News

عقل د خاوندانو لپاره عبرت
د نړۍ مشهوره د فيشن ډيزاينره او ليکواله ” کرسډا روډيګز ” چې کله د سرطان د مرض اخرى حد ته ورسيده او داکترانو ورته خپله بى وسي وښوده نو د مرګ څخه وړاندى يې دا لاندى ليک وليکه :


1/ زما په ګيراج کې د نړۍ د قيمتي موټرو قطارونه ولاړ دي خو زه اوس د هسپتال په وهيل چيئر باندى د يو ځاى نه بل ځاى ته سفر کوم
2/ زما په کور کې د نړۍ هر ډول قيمتي جامى ، پيزار او نور قيمتى سامانونه شته دى خو زما په بدن د هسپتال راکړى شوى لباس دى
3 / په بينک کې مې ملياردونه روپۍ پرتى دي خو دا پيسى اوس زما هيڅ په ښه نه راځي
4 / زما کور د شيش محل نه هم ښکلى دى خو نن زه د هسپتال په بستره پرته يم


5 / زه به کله يو هيواد کى ، کله بل کى په فايو سټار هوټلونو هوټلونو کى وم خو نن کله د هسپتال په يوه کوټه کې او کله په بله کوټه کې يم
6 / ما په زرګونو خلکو ته خپل اټوګراف ورکړى دى خو نن د داکترانو نوټ زما لپاره اټوګراف دى


7 / زما د ويښتو د جوړولو لپاره به راسره د نړۍ اووه بيوټې پارلرى وى خو نن مى په سر يو تار ويښته هم نه لرم
8 / زما شخصي طیاره کى چې به مې چيرته وغوښتل سفر به مې کولو خو نن د هسپتال د برنډې پورى هم د دوو کسانو د مرستى پرته نه شم تللى
9 / زما سحر چاى به يو هيواد کى ، غرمه خوراک په بل هيواد کې او د شپې خوراک په بل هيواد کې و خو نن زما خوراک د داکتر دوه ګولۍ او د شپې د څو څاځکي مالګينو اوبو نور څه نه دي .


دا کورونه ، موټرى ، جازونه ، پيسى ، سامانونه ، عزت او شهرت زما هيڅ په کار رانغلل چې ما ته په دى سخت وخت کى يوه لحظه سکون راکړي بلکى د دى شيانو دلته د پاتى کيدلو غم مى نوره هم ځوروي او نن په دى خبره اقرار کوم چې په نړۍ کې د مرګ څخه پرته بل حقيقت نه شته دى . که صحتمند او روغ ياست د الله تعالى شکر ادا کړئ او الحمدلله ووايې !

د اصلاح او عبرت په خاطر یې شئير کړئ

Leave a Comment