نړیوال خبرونه

عربستان امریکا ته غاښ ماتونکې څرګندونې: امریکادې له افغانستان درس واخلي، د نورو ارزښتونه هم مهم دي

download1657976363 0
Avatar photo
Written by Zwak News

امریکا دې له افغانستان درس واخلي او د نورو ارزښتونو ته دې درناوی وکړي. امریکایي رسنۍ وایي چې د سعودي عربستان چارواکو له بايډن د نورو هېوادونو ارزښتونو ته د درناوي غوښتنه کړې ده.

راپورونه وایي د سعودي عربستان ولیعهد محمد بن سلمان له جوبایډن سره په لیدنه کې ویلي، چې امریکا دې پر هر هېواد د خپلو ارزښتونو د منلو پرېکړه نه کوي. دده په وینا هر هېواد ځان ته ځانګړي ارزښتونه لري او ددې اړتیا ده چې امریکا درناوی ورته وکړي.

بن سلمان زیاته کړې چې امریکا دې د عراق او افغانستان له جګړو درس واخلي چې هلته یې له لګښتونو او پراخو جګړه سره سره و نه شوی کړی خپل ارزښتونه پر دغه هېوادونو ومني.

هغه ټینګار کړی چې سعودي عربستان هم ځانګړي ارزښتونه لري چې د هېواد د پياوړتیا لپاره یې مهم دي او امریکا که له دوی سره ملګرتیا غواړي دا ارزښتونه دې ومني.

Leave a Comment