ط :البانو د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت ته خبرد”اری ورکړي که د ځل مو د ټيکټاک او پابجي ګېم د بندېدو لپاره ټولو مخابراتي شرکتونو ته ضربالاجل ټاکلی دی.
باختر خبري اژانس نن پر خپله ټوېټرپاڼه لیکلي چې د مخابراتو او ټکنالوژۍ وزارت مسووولانو پرون جمعه د یوې ناستې پرمهال ټولو مخابراتي شرکتونو ته د ټيکټاک بندېدو لپاره «یوه میاشت» او د پابجي ګېم تړلو لپاره «درې میاشتې» وخت ورکړی دی.
هېواد کې د پابجي او ټيکټاک بندېدو پرېکړه د مخکیني حکومت پرمهال شوې وه او د ط: په واکمنېدو سره د دې پرېکړې پر عمليکېدو ټينګار وشو او له مخابراتي شرکتونو وغوښتل چې دې برخه کې عملي اقدامات وکړي.
خو مخابراتي شرکتونو د دغو دوو اپلېکېشنونو تړل ستونزمنه چاره بللې وه چې ط: وس ورته ضربالاجل وټاکه.
سلاموطندار