طب

طبيعي درمل انځر او معجزوي ګټې یې

figs getty2400 56a496c75f9b58b7d0d7b522
Avatar photo
Written by Zwak News

طبيعي درمل انځر او معجزوي ګټې یې

د انځرو ګټې په شمېرلو نه خلاصېږي، داسې چې د وجود هر غړي، هر سيسټم ته بې شمېره ګټې لري او وجود لپاره يو دفاعي دېوال جوړوي.

دا مېوه چې هم تازه او هم وچه خوړل کېږي او په دواړو حالتونو کې يې خوړل بې سارې ګټې لري، په افغانستان کې يې موندل‌ اسانه دي، که څه هم بيه يې يو څه لوړه ده خو کمه اندازه خوراک يې بسنه کوي.

خبره ډېره نه اوږدوو او مستقيم راځو د انځر د ګټو سره تاسې يوازې پرېږدو.

١-: د زړه د غوړېدو مخنیوی

انځر په لوړه اندازه پوټاشیم او کيلسيم لري چې د رګونو د کلک والي مخه نيسي، چې د لوړ مقدار کيلسيم سره يو ځاى د زړه د عضلې د غوړېدو مخه نيسي او همدارنګه د زړه د حملې د رګونو د بندېدو مخنيوی هم کوي.

٢-: د تيو د سرطان مخنيوی

ويل کېږي چې په انځر کې موجود لوړ مقدار فايبر د ښځينه و د سر بلا د تيو د سرطان مخه نيسي او د وجود دفاعي سيسټم د سرطان په وړاندې قوي کوي.

٣-: د زکام او ستوني دردونه لرې کوي

که څه هم د انځر پاڼې چندان ښه بوی نه لري، خو وچول یې او بیا د چای په نيت څښل د ستوني د دردونو لپاره معجزوي ښه تاثیر لري او تاسې د ستوني له درد څخه بېدون د کوم درملو څخه په طبيعي ډول خلاصوي.

٤-: کولمې مو روغې ساتي

انځر يو له هغو مېوو څخه دي چې تقریباً تر ټولو په لوړ مقدار فايبر لري، چې د کولمو د مرطوب ساتلو دنده ترسره کوي او کولمې د وچ والي څخه ساتي چې د کولمو مسلسل وچ والی ان د کولمو تر سرطان پورې تلای شي.

٥-: د وینې فشار سموي

په انځرو کې موجود پوټاشیم او ويټامين بي د لوړ فشار مخه نيسي، لوړ فشار چې د نن زمانې له ډېرو عامو او خطرناکو ناروغیو څخه دی، د زړه د حملې او فلج سبب کېدی شي چې پايله يې مرګ دى.

٦-: حافظه مو قوي کوي

څېړنې وايي چې په منظم ډول د انځرو خوړل د بدن د نورو غړو او سيسټمونو غوندې په مغز هم ښه تاثیر کوي او په ښه زده کړه او زر او ښه يادونه کې ګټور تمامېږي.

٧-: د بدن دفاعي ځواک زياتوي

په انځر کې موجود قوي انټي اوکسيدان‌ د بدن دفاعي ځواک زياتوي، له بدن څخه د زیانمنو موادو په بهر کولو کې مرسته کوي، خصوصاً د ۴۰ کلونو پورته انسانانو کې د وژل شویو حجرو د بېرون کولو پروسه چټکوي.

٨-: هډوکي مو قوي کوي

هډوکي چې د اسکلیت د سيسټم بنسټ دی او وجود يې په پښو درولی، د بدن د روغتيا لپاره حياتي ارزښت لري، انځر په کافي اندازه پوټاشیم او کيلسيم لري چې د هډوکو په وده او ساتلو کې پوره رول لري.

خاص د الله ج د رضا په خاطر یې شیر کړئ

Leave a Comment