طا/ لبا/ ن؛ اوکراین د یاد حالت وزغمي، ج/ګړه بې ګټې ده.
وروسته له هغې چې د روسیې ولسمشر خپل ټول پوځ ته د نظامي عملیاتو د پیل خبر ورکړ، روسي ځواکونو د اوکراین پر پایتخت هوايي او ځمکني بر/ید ونه پیل کړل،
چې له دې پېښو سره سم د اوکراین ولسمشر په یاد هیواد کې نظامي او استراري حالت اعلان کړ، چې د یاد هیواد اقتصادي وضعیت ورسره ټول فلج شو.
د روسیې ولسمشر د یادو عملیاتو د خبرداریو له ورکړې وروسته له سختو نړیوالو او کورنیو غبرګونونو سره مخ شو، د یادو غبرګونونو په دوام د افغانستان د بهرانیو چارو وزارت په خپله تازه اعلامیه کې ویلي دي
اوکراین د یاد حالات وزغمي، او د ج/ګړې له لا ډیريده او شدت مخنیوۍ د وکړي.
په اعلامیه کې راعلي دي، ښکیلې خواوې دې د خبرو له لارې خپلې ستونزې یو له بل سره شریکې او حل کړي.
بل طرف د اوکراین ملاتړ کوونکی هیواد امریکا بیا د اوکراین څخه بښنه غوښتي او زیاته کړي يي ده،
چې د امریکا ولس دې ډاډمن او باوري اوسي خپل سرتیري به په هیڅ ډول د نورو هیوادونو تر منځ د سیاسي او اقتصادي سیالۍ تر منځ نه ور ګډوي،
او نه غواړي مداخله وکړي، خو په وینا يي روسیه اشغا لګر هیواد دی.
د نړیوالو رسنیو د راپورونو په اساس، د روسیې ځواکونه د اوکراین پلازمینې کېف ته په نهه کیلو مترۍ کې مقاومت کوي، او لا وړاندې روان دي.