طا لبا نو له ایران څخه راغلې، ټېټ کیفیت لرونکې د تیلو ټانکر بیرته ور استولې دي.
د نيمروز ولايت د امنيه قوماندانۍ د جنايي جرمونو د کنټرول مدير قاري عبدالرحيم حذیفه وايي، د نورم او سټنډرډ رياست په لابراتوار کې تر ارزونې وروسته له ايران څخه د ۵۰۰ زره لېتره تېلو د لېږد ۱۲ لارۍ د ټيټ کيفيت لرونکي کشف شوې. .
هغه زياته کړه، چې د دغه ولايت لپاره د ا.ا.ا د والي، امنيه قوماندان، د ملي امنيت د رييس، د ګمرک او د نورم او سټنډرډ رياست د استازو په شتون کې دغه اندازه تېل بېرته ايران ته لېږدول شوي دي.
تر دې مخکې د ا.ا د لومړي مرستیال ملا عبدا/لغني بر/ادر په مشرۍ د اقتصادي کمیسیون په غونډه کې پریکړه وشوه چې یو ټیم به د ټیټ کیفیت د نفتي موادو د معلومولو او د ټیټ کیفیت د تیلو او ګازو د واردولو د مخنیوي دنده په غاړه لري.
د تېلو د لاریو چلوونکو د ا.ا له دې اقدام څخه، چې له کوم قید او شرط پرته ترسره شوی، ناخوښي څرګنده کړې ده.
یو تن چلوونکی عثمان په دې باور دی چې د تېلو واردونکو مسوولیتونه باید د قانون له مخې تنظیم شي. په همدې حال کې د نیمروز ولایت یو شمېر اوسېدونکو د ط…ل/با نو د دغه اقدام ستاینه وکړه او ویې ویل چې بې کیفیته تېل د هوا د ککړتیا او ښاري نظم له جدي ستونزو سره مخ دي.